کرېکټ: افغانستان متحدو عربي اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

د انځور حقوق ACB
Image caption د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغانستان د (صحرا جام) شل اوریزو کرېکټ سیالیو په ترڅ کې په خپله دوهمه لوبه کې متحدو عربي اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

متحدو عربي اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه.

کرېکټ: افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

اماراتو کې افغان کرېکټ لوبغاړو یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه

افغان لوبډله په دې وتوانېده چې په ۱۸ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف پوره او بريا يې خپله کړي.

له افغان توپ اچوونکو دولت ځدراڼ څلور وېکټې واخيستې، پر ده سربېره راشد خان ۲ او فريد احمد د متحدو عربي اماراتو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د انځور حقوق ACB
Image caption تر دې وړاندې لوبه کې هم افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې وه.

د متحدو عربي اماراتو له خوا شميم انور په ۵۲ توپونو کې د ۵۲ منډو په جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې پر ده سربېره روهن مصطفی په ۱۹ توپونو ۲۹ او غلام شبير په ۲۱ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې

له افغان لوبډلې سميع الله شينواري په ۴۴ توپونو ۴۲، اصغر ستانکزي په ۲۴ توپونو ۳۰ او کريم جنت په ۱۸ توپونو ۲۲ منډې وکړې.

تر دې وړاندې لوبه کې هم افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې وه.

دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي. د افغانستان راتلونکې لوبه د چارشنبې په ورځ له نميبيا سره ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب