کابل کې د ښځو لپاره وشو لوبه

وشو یوه رزمي لوبه ده چې د چین خلکو ملي لوبه ګڼل کېږي او نړیوال فدراسیون هم لري.
د عکس تشریح،

وشو یوه رزمي لوبه ده چې د چین خلکو ملي لوبه ګڼل کېږي او نړیوال فدراسیون هم لري.

افغان مېرمنې ډېرې هڅې کوي چې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د افغانستان په پرمختګ کې برخه واخلي. د دوی دغه هڅې بیا د سپورت په برخه کې ډېرې ښې ځلېدلې. د نورو سپورتونو ترڅنګ وشو لوبه د افغان مېرمنو ترمنځ نوې رواج شوې ده.

د افغان مېرمنو ګامونه د تېر په پرتله چټک او رغنده شوي د کابل غونډۍ چې واورې پوښلې یوشمېر افغان مېرمنې د وشو تمرین لپاره اوړی او ژمی ګزو پل کوي.

دوی هغه دودونه نه مني چې د دوی د پرمختګ مخه ډب کوي.

سیما عظیمي هغه افغانه مېرمن ده چې د وشو په برخه کې یې خپل هېواد ته د سرو زرو مډال راوړی. اوس دا خپله یوې ډلې نجونو ته وشو لوبه ورزده کوي:

"زما موخه له دغو خبرو ډېره لوړه ده، زما نه خوښېږي، هغه خبرې چې خلک یې ښکاره نه وايي یا وايي، چې سپورت باید ونه کړئ. یا دغه هغه کار مه کوئ.

خلک په ازاده فضا کې سپورت کولای شي. زه غواړم مېرمنې پرمختګ وکړي په هره برخه کې چې وي هغه که سپورت وي، فرهنګ وي یا بل کوم هنر وي. "

ډېر شمېر افغانان د ښوونځیو او یا پوهنتونونو زده کړو ترڅنګ سپورتي لوبې زده کوي. یو شمېر لوبې لکه کرېکټ د دې لامل شوي چې د افغانانو ترمنځ ملي یووالی پیاوړی کړي.

د وشو لوبې یوه لوبغاړې حنیفه دوستي وايي: "دا سمه ده چې افغانستان یو ناامنه هېواد دی خو موږ افغان مېرمنې هڅه کوو د افغانستان ښکلې څېره ټولې نړۍ ته ور وپيژنو. "

د عکس تشریح،

حمله هغه فرمان دی چې نجونې به هر حالت کې ترې وېرېږي که په لفظي ډول وي یا عملي، خو دلته کیسه بدله ده د وشو لوبې دغه افغانې لوبغاړې خپله له تورې سره حملې فرمان ورکوي.

د عکس تشریح،

په دغه لوبه کې توره، ځنځیر او نورو وسایلو څخه هم ګټه اخیستل کېږي.

حمله هغه فرمان دی چې نجونې به هر حالت کې ترې وېرېږي که په لفظي ډول وي یا عملي، خو دلته کیسه بدله ده د وشو لوبې دغه افغانې لوبغاړې خپله له تورې سره حملې فرمان ورکوي.

وشو یوه رزمي لوبه ده چې د چین خلکو ملي لوبه ګڼل کېږي او نړیوال فدراسیون هم لري.

د بدن، روح او شخصي دفاع لپاره بېلابېل حرکات لري.

رزمي وشو لوبه د ځان پیاوړتیا او د دښمن د کمزوري کولو ورته زیان رسولو لپاره ترسره کېږي.

په دغه لوبه کې توره، ځنځیر او نورو وسایلو څخه هم ګټه اخیستل کېږي.

د عکس تشریح،

دوی هغه دودونه نه مني چې د دوی د پرمختګ مخه ډب کوي.

د عکس تشریح،

د بدن، روح او شخصي دفاع لپاره بېلابېل حرکات لري.