محمد شهزاد د وېراټ کولي ريکارډ مات کړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ پايلوبه

د افغانستان تکړه لوبغاړي محمد شهزاد شل اوريزو نړيوالو سياليو په ناک اوټ يا ګروپ پړاو نه بهر مرحلې لوبو کې د څلورو پنځوسيزو په جوړولو سره نوی ريکارډ جوړ کړ.

تردې وړاندې د هند لوبغاړي وېراډ کولي دغه ريکارډ خپل کړی و.

محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی

کرېکټ: افغان ملي لوبډلې 'صحرا کپ' وګاټه

محمد شهزاد د نړيوالو شل اوريزو لوبو د ناک اوټ ۵ سياليو کې ۴ پنځوسيزې جوړې کړې دي، بله خوا وېراډ کولي په څلورو سياليو کې ۳ پنځوسيزې لري.

د ناک اوټ مرحلې لوبې په کرېکټ کې هغه لوبې دي چې پايله کې يې بريالۍ لوبډله وړاندې ځي او بایلونکې لوبډله له سياليو بهر کېږي. په دې پړاو لوبو کې منځلوبه، نيمه پايلوبه او پايلوبه راځي.

همدا ډول محمد شهزاد لومړی لوبغاړی دی چې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې په يوه ورځ دوې پنځوسيزې جوړوي. نوموړي د صحرا کپ سياليو پر مهال د عمان پر وړاندې ۸۰ او د ايرلنډ پر وړاندې ۵۲ منډې جوړې کړې وې.

د انځور حقوق ACB
Image caption محمد شهزاد لومړی لوبغاړی دی چې په نړیوالو شل اوريزو لوبو کې يې په يوه ورځ دوې پنځوسيزې جوړې کړې دي

۲۸ کلن شهزاد په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې د ۱۱ پنځوسيزو او د يوې سليزې پر مټ ټولې ۱۶۵۶ منډې جوړې کړې دي.

څه موده وړاندې د کرېکټ نړيوالې شورا نوموړی د اسوشيېټ يا دوهمې کچې کرېکټ د کال غوره لوبغاړی ونوماوه.

محمد شهزاد لومړی افغان لوبغاړی دی چې دغه جايزه ګټي.

اړونده مطالب

ورته مطالب