ټېنس: د خپلې خور پر وړاندې د سیرینا ویلیمز بری

د انځور حقوق Getty Images

د اسټرالیا ازادو ټېنس سیالیو پایلوبه کې سرینا ویلیمز خپلې خور وینس ویلیمز ته ماتې ورکړه او د اووم ځل لپاره یې دغو سیالیو کې بری خپل کړ. دا په ګرانډ سلم سیالیو کې د نوموړې ۲۳ م بری دی.

۳۵ کلنه سرینا وینس ته شپږ، څلور، شپږ، څلور ماتې سره له سټیفي ګراف نه مخکې شوه.

تر ټولو ډېر ګرانډ سلم سیالیو ګټلو د اسټرالیا مارګریټ کورټ پر نوم ثبت دی، چې دغه ډول ۲۴ سیالۍ یې ګټلې دي.

وینس ویلیمز د اسټرالیا اوپن سیالیو په پایلوبه کې ګډون کونکې تر ټولو د ډېر عمر درلودونکې لوبغاړې ده. نوموړې ۳۶ کلنه ده او له بایلود وروسته یې خپلې خور ته وویل:

'سرینا ۲۳ مه اتلولي مو بختوره شه! '

هغې زیاته کړه:

'زه تل درسره وم، ځینو لوبو کې دې ماتې راکړه، دا یوه شانداره بریا ده، زه درباندې ویاړم او ډېره راته ګرانه یې '

وینس اته کاله وروسته د یوې مهمې لوبې پایلوبه کې ګډون وکړ. سرینا د خپلې خور په اړه وویل:

'که وینس نه وای، زه د ۲۳ ټایټل پایلوبې ته هېڅکله نه رسېدم، له هغې پرته هېڅ نه شم کولای، زه له دې متاثره یم '

اسټرالیا اوپن کې د سیرینا د بریا تمه کېده، خو کله یې چې رېکټ پر ځمکه وواهه او د لوبې له اصولو د سرغړاوي خبرداری ورکړل شو، د لوبې له پیله معلومیده، چې له فشار سره مخامخ ده.

د لوبې بهیر کې معلومیده، چې سیرینا له ستونزو سره مخامخ ده. نوموړې لومړیو پنځو پړاوونو کې ۱۳ تېروتنې وکړې، خو داسې ښکاریده، چې وینس پر ځان د فشار مخه نیولې وه.

د لوبې ننداره کونکو د وینس پلوي کوله، ځکه هغه اته کاله وروسته یوې مهمې پایلوبه کې لوبېده، خو له هغه وروسته، چې د هغې د بایلود احتمال ډېر شو، نوموړې ستومانه ښکارېده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سیرینا د لوبې بهر کې رېکټ پر ځمکه وواهه او مات یې کړ

د بي بي سي خبریال رسل فولر وايي، د سرینا ویلیمز لپاره د ګرانډ سلم ټایټلونو ګټلو موده خورا مهمه ده. نوموړې لومړی ګرانډ سلم ۱۹۹۹ کال کې نیویار کې ګټلی و او ۲۳ ټایټل یې د جنورۍ پر ۲۸ مه ملبرن کې وګاټه.

د ویلیمز خویندو پلار رچارډ ویلیمز به د ټېنس لوبې له کلبونو غوښتل، چې د ټېنس زاړه توپونه ده ته ورکړي، چې دی خپلو لوڼو ته ټېنس ور زده کړي او اوس سرینا ۲۳ مو ګرانډسلم سیالیو کې بریالۍ شوې.

د اسټرالیا مارګریټ کورټ سره د سیالۍ لپاره سیرینا باید یوه بل ګرانډسلم اتلولي هم وګټي.

ورته مطالب