پخواني سیالان، نوې سیالي

Image caption د سویس راجر فېډرر او د اسپانیا رفایل نډال نارینه ټڼېس سیالیو په عصري تاریخ کې تر ټولو توند سیالان یادېږي.

د یکشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۹) به د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د ټنېس دوه مخکښ او نوموتي اتلان پایلوبه کې سره مخامخ شي او حتمآ به لر او بر مېلیونونه خلک د لوبې لیدو ته لېواله وي.

د سویس راجر فېډرر او د اسپانیا رفایل نډال نارینه ټڼېس سیالیو په عصري تاریخ کې تر ټولو توند سیالان یادېږي.

د ټنېس نړۍ تر ټولو ډېر ستایل شوي دا دوه لوبغاړي به یو وار بیا د اسټرالیا پرانېستو سیالیو اتلولي ګټلو لپاره سره لوبغالي ته کېوځي.

۳۵ کلن فېډرر او ۳۰ کلن نډال تر دې وړاندې د ټنېس اتلولیو په اتو پایلوبو کې سره مخامخ شوي چې وروستۍ هغه یې په ۲۰۱۱ کال کې د فرانسې پرانېستو سیالیو پایلوبه وه.

راجر فېډرر له ۲۰۰۷ کال راهیسې نه دی توانېدلی رفایل نډال ته د کومې اتلولۍ پایلوبه کې ماته ورکړي. که په شمېرو باور وشي نو تله د نډال په لور درنه ښکاري او که په تجربې حساب وشي نو بیا د فېډرر مزې دي.

د راجر فېډرر لوبیز ژوند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که راجر فېډرر د یکشنبې ورځې لوبه وګټي نو دی به د ټنېس تاریخ لومړی لوبغاړی وي چې ۳۵ کلنۍ کې اتلولي ګټي

راجر فېډرر تر اوسه د ټنېس ۱۷ ګرانډ سلامز یا لویې اتلولۍ ګټلي. دا پخپله رېکارډ دی. ښایي له همدې امله دی د ټڼېس په تاریخ کې تر ټولو وړ او با استعداده لوبغاړی یادېږي.

د اسټرالیا پرانېستو سیالیو نه وړاندې فېډرر ټپی وو او شپږ میاشتې یې ټنېس لوبه نه وه کړې. دی وايي له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یې هېڅکله داسې نه و انګېرلي چې د اسټرالیا پرانېستو سیالیو کې به دې پړاو ته ورسېږي.

"زه دا لویه لاسته راوړنه ګڼم، د ملا عملیات نه وروسته شپږ میاشتې زه له لوبې بهر وم، خوب کې مې هم داسې فکر نه و کړی چې پایلوبې ته ووځم".

ده پر نډال وویل "هغه د ټڼېس یو بهترین او عالي لوبغاړی دی. هغه لوبه کې ځینې داسې شاټونه وهلی شي چې بل یې هېڅوک وړتیا نه لري".

که د یکشنبې ورځې لوبه راجر فېډرر وګټي نو دی به د ټنېس تاریخ لومړی لوبغاړی وي چې ۳۵ کلنۍ کې اتلولي ګټي.

د رفایل نډال لوبیز ژوند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسپانیا رفایل نډال تر اوسه ټنېس لوبو کې ۱۴ ګرانډ سلامز یا اتلولۍ ګټلې

د اسپانیا رفایل نډال تر اوسه ټنېس لوبو کې ۱۴ ګرانډ سلامز یا اتلولۍ ګټلې. دی له فېډرر پنځه کاله کشر دی خو د ډېر شنونکي یې د فېډرر تر څنګ د ټنېس تر ټولو غوره لوبغاړی بولي.

د دواړو سیالي فوټبال کې د مېسي او رونالډو سره پرتله کېدلی شي د دغو دواړو لوبغاړو تر منځ سیالي هغه مهال پیل شوه چې نډال ۱۷ کلنۍ کې د میامي ماسټرز سیالیو په یوه لوبه کې فېډرر ته سخته ماته ورکړه.

د دواړو تر منځ تر اوسه ۳۴ لوبې شوې چې ۲۳ یې رفایل نډال ګټلي. دا ښکاره کوي چې تېرو کلونو کې نډال څومره پر فېډرر لاسبری و.

نډال د خاورې په لوبغالي تر ټولو ښه ځلېږي خو د اسټرالیا پرانېستې سیالۍ له مصنوعي ټوټې نه جوړ شوي لوبغالي کې کېږي چې نډال پرې ښه رېکارډ نه لري.

پر ټولنیزو رسنیو هم د ټڼېس مینه وال سره وېشلي او د دواړو لوبغاړو د ملاتړو تر منځ ډېر واټن نشته. لوبه که هر یو لوبغاړی وګټي خو دې کې شک نشته چې راتلونکو کلونو کې به دا لوبه کلاسیکه بڼه خپله کړي.