جګړې ځپلي حلب ته فوټبال لوبه ورستنه شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption دا په تېرو پنځو کلونو کې حلب کې لومړۍ مسلکي لوبه ده

د سوریې فوټبال مینه والو له کلونو جګړې وروسته لولپه شوي حلب ښار کې د فوټبال لومړۍ ژوندۍ لوبې کتلو کې ګډون وکړ.

په دې سیمه ییزه لوبه کې چې د اونۍ رخصتیو ورځو کې ترسره شوه، ډېر مینه وال لرل. دا لومړی ځل دی، چې په تېرو پنځو کلونو کې په جګړې ځپلي حلب ښار کې لومړۍ فوټبال لوبه کېږي.

د الاتحاد په نامه یوې سیمه ییزې فوټبال لوبډلې د شنبې پر ورځ حریة لوبډلې ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

په ۲۰۱۱ کال له هغه وخت راهیسې حلب ښار کې هېڅ کومه مسلکي فوټبال لوبه نه ده شوې، چې دا ښار د پوځ او وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ ووېشل شو.

خو حکومت تېره میاشت په سترو عملیاتو کې د ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption لوبغاړي او نندارچیان په دې لوبې ډېر خوښ وو
د انځور حقوق AFP
Image caption اتحاد لوبډلې خپلې سیالې حریت ته په ۱-۲ ماتې ورکړه ګولونو ماتې ورکړه

لوبغالی له واورو پاک او لوبې ته یوڅه جوړ شو، خو سټوډیم په بشپړ ډول بمباریو ویجاړ کړی دی.

د لوبغالي پر دېوال د سوري ولسمشر بشارالاسد یوازېنی انځور ځړول شوی، خو څنګ ته یې پر یوه لوحه لیکل شوي چې "حلب د هر سوري په زړه کې ځای لري" او مخې ته یې مینه وال د لوبې ننداره کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لوبغالي پر دېوال د سوري ولسمشر بشارالاسد یوازېنی انځور ځړول شوی، خو څنګ ته یې پر یوه لوحه لیکل شوي چې "حلب د هر سوري په زړه کې ځای لري" او مخې ته یې مینه وال د لوبې ننداره کوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption پولیس د هر راز ممکنه ګډوډۍ لپاره تیارسئ ولاړ وو

د لوبې مینه وال چیغې وهي او د خپلې خوښې د لوبډلې د بریا په تمه دي.

د اتحاد لوبډلې لوبغاړي عمر حامدي له لوبې وړانډې خبریالانو ته وویل: "زه تاسو ته خپله خوښي نه شم څرګندولی چې له پنځو کلونو وروسته څرنګه حلب کې د فوټبال لوبغالي ته بېرته راستون شوم. "

د انځور حقوق AFP
Image caption د حریة لوبډلې مینه والو او ملاتړو د خپلې خوښې د لوبډلې د بریا نارو وهلې

دی وايي "زړه مې ډېر تېز دربېږي. "

د حریة لوبډلې لوبغاړی فراس الاحمد وايي، له لاذقیه سمندرغاړي ښاره الوتکه کې لوبې ته راغلی او ډېر خوښ دی چې بېرته خپل ټاټوبي ته راستو شو:

"حلب کې لوبېدل زموږ حق دی. موږ حلب کې ښه لوبېدلی شو. کله چې موږ د خپلو مینه والو په مخ کې لوبه کوو، ښه ځلېږو. "

"موږ غواړو چې د حلب نوم لوړ شي."

د انځور حقوق AFP
Image caption په پای کې اتحاد لوبډله د یوه ګول په وهلو سره لومړۍ شوه

اړونده مطالب