فیلیپ سیمونز د افغان کریکټ مشورتي روزونکی وټاکل شو

د انځور حقوق FB: AfghanistanCricketBoard
Image caption فیلیپ سیمونز ۲۶ ټیسټ سیالۍ او ۱۴۳ نړیوالې یو ورځینی سیالۍ کړې او د ۲۰۷ لومړۍ کچې سیالۍ یې هم کړې دي.

د ویسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی فیلیپ سیمونز د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشورتي روزونکي په توګه وټاکل شو.

نوموړی به د افغان کرېکټ لوبډلې له مشر روزونکي سره په ګډه د ملي لوبغاړو روزنه کوي.

فلیپس سیمونز د روزنې په برخه کې د غوره تجربو درلودونکی دی او د زیمبابوې ملي لوبډلې د مشر روزونکي سربېره یې د ایرلنډ او ویسټ انډیز ملي لوبډلو د مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ "مشر بدلېږي"

راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول

کرېکټ بورډ وايي، د ښي لاسي توپ وهونکي سیمونز د خدمت په موده کې ویسټ انډیز ملي لوبډلې نړیوال جام وګاټه.

فیلیپ سیمونز ۲۶ ټیسټ سیالۍ او ۱۴۳ نړیوالې یو ورځینی سیالۍ کړې او د ۲۰۷ لومړۍ کچې سیالۍ یې هم کړې دي.

وروستیو کې د افغانستان کریکټ لوبډلې مشرتابه کې ځینې بدلونونه راغلل چې په لړ کې یې شکرالله عاطف مشعل د کریکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو.

د کرېکټ بورډ مشرۍ ته مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي هم کاندید وو.

ښاغلي مشعل له دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې کار کاوه.

د کرېکټ بورډ مشر د دریو کلونو لپاره غوره کېږي، چې کارونه یې هر کال د کرېکټ بورډ بنسټ له خوا ارزول کېږي.

راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول

اړونده مطالب

ورته مطالب