د ای سي سي غونډې وروسته افغانستان د ټیسټ لوبډلې مقام ته نژدې شوی

داسې یوه هوکړه ترتیب کېدو ته نژدې شوې، چې راتلونکو پلانونو کې به افغانستان او ایرلنډ ته په کې ځای ورکول کېږي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption داسې یوه هوکړه ترتیب کېدو ته نژدې شوې، چې راتلونکو پلانونو کې به افغانستان او ایرلنډ ته په کې ځای ورکول کېږي.

په پام کې ده چې د کرېکټ نړیواله شورا ای سي سي په اپریل میاشت کې دوبۍ کې یوه غونډه وکړي او ښايي په دغې غونډه کې افغانستان او ایرلنډ ته د ټیسټ کرېکټ لوبډلو مقام ورکړل شي.

داسې یوه هوکړه ترتیب کېدو ته نژدې شوې، چې راتلونکو پلانونو کې به افغانستان او ایرلنډ ته په کې ځای ورکول کېږي.

د یادې شورا یوه غونډه کې په دې هم هوکړه شوې، چې اصولاً ښايي د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام له سیالیو وروسته به د دوو کلونو لپاره د نهو لوبډلو ټیسټ لیګ رامنځته شي.

کرېکټ: افغانستان ايرلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه

کرېکټ: په یوازې ۲۳ توپونو د شفق ۷۰ ناسوځېدلې منډې

کرېکټ: نجیب او جنت د متحدو اماراتو بېړۍ ډوبه کړه

په دې لړ کې به وروستۍ پرېکړه د ای سي سي بورډ د اپریل میاشتې راتلونکې غونډه کې کېږي.

د انګلستان او هند تر منځ د لوبو لړۍ وروستیو ناندریو ته په پام کې نیولو سره ای سي سي پرېکړه کړې، چې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو د پرېکړې بیا کتنې ټلویزیوني سسټم له اکتوبر میاشتې پیل کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې لړ کې به وروستۍ پرېکړه د ای سي سي بورډ د اپریل میاشتې راتلونکې غونډه کې کېږي.

ای سی سي له څه مودې راهیسې د ټیسټ کرېکټ اډانې پر پرمختګ کار کوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې افغانستان او ایرلنډ به سملاسي د ټسیټ لوبو ډګر ته ووځي او که به د ټیسټ کرېکټ اډانې حالت نوي کېدو تر مهاله انتظار کوي.

ایرلنډ په ۲۰۰۶ کال کې د انګلستان خلاف د لوبېدو له مهاله د یوې ورځنیو لوبو ډګر ته وتلی، خو افغانستان بیا درې کاله وروسته دغه میدان کې قدم کېښود.

اړونده مطالب