ډونلډ ټرمپ ویلي، ژر به له اشرف غني سره وویني

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
واشنګټن کې افغان سفیر وايي د بریدګرو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کار کوي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.

د ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د سیمې او افغانستان امنیت، اقتصادي مسایلو او دغه راز د ترهګرۍ سره مبارزي او د ترهګرۍ پلوي هېوادونو په اړه خبرې کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي د امریکا ولسمشر ویلي، ژر به له ولسمشر غني سره وویني او دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د دواړو حکومتونو کاري ډلې به د دواړو مشرانو لیدنې ته د زمینې برابرولو لپاره کار پیل کړي.

ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو پر زیاتولو غور کوي

ټرمپ افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره غږېدلی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو سملاسي وروسته افغانستان کې خپلو ځواکونو سره د ویډیو له لارې خبرې کړې وې.

له دې مخکې د دسمبر لومړیو کې د ولسمشر په توګه د ښاغلي ټرمپ له لوړې مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له ډونلډ ټرمپ سره په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د کانونو برخې پراختیا سره د دغه هېواد له مرستو مننه کړې وه او ویلي یې و چې کابل دې برخه کې د همکاریو پراخولو ته ژمن دی.

د انځور حقوق ARG/GETTYIMAGES
Image caption د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ پر ګډو ستراتيژيکو ګټو ولاړې وبللې

د ارګ په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د دواړو مشرانو تر منځ د ګډې همکارۍ کلک بنسټ په تړاو هم خبرې شوې او دواړو لوریو د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې د دواړو ملتونو ترمنځ پر ګډو ستراتيژيکو ګټو ولاړې بللې.

ولسمشر غني له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې له افغان ځواکونو سره د افغانستان مېشتو امریکايي ځواکونو رول مهم بللی او د سولې په ټینګښت کې یې د دغو ځواکونو د ماموریت ستاینه کړې.

د ارګ خبر پاڼې له مخې ولسمشر ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې لړ کې د افغانستان هڅې ستایلې او دې لړ کې یې د دغه هېواد بریالیتوب د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ لامل بللی.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان چارواکي هیله من دي چې ولسمشر ټرمپ به افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي

د جنورۍ وروستیو کې افغان چارواکو ویلي و، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اشرف غني سره په خبرو کې ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو پر زیاتولو غور وکړي.

د دوی په خبره، ټرمپ د ځواکونو په زیاتولو سره غواړي چې په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت سم کړي.

د افغانستان اجراییه مشر عبدالله عبدالله، چې د امریکا متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د ۲۰۱۴ کال هوکړې پر بنسټ له ولسمشر غني سره په واک کې شریک دی، افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته له لوړې وروسته د ډونلډ ټرمپ خبرې مثبته نښه بللې وه.