دوه پاکستاني لوبغاړي له پاکستان سوپر لیګ نه شړل شوي

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کرېکټ بورډ د اسلام اباد یونایټیډ دوه لوبغاړي شرجیل خان اور خالد لطیف له لوبې بهر کړي او هېواد ته یې لېږلي دي.

ویل کېږي دواړه لوبغاړي ځکه له لوبو شړل شوي، چې له یوې نړیوالې شبکې سره یې اړیکي درلودل او دغې شبکې غوښتل پاکستان سوپر لیګ اغېزمن کړي.

کرېکټ: د پاکستان سوپر لیګ لوبې دوبۍ کې پیل شوې

نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې

پاکستان کرېکټ بورډ کې د فساد ضد برخې دغه دواړه لوبغاړي له لومړۍ لوبې وروسته شړلي دي. پاکستان سوپر لیګ کې دا د درغلیو لومړنۍ پېښه ده.

د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان سوپر لیګ لومړنۍ لوبه د اسلام ایاد یونایټیډ او پېښور زلمو تر منځ وشوه، چې شرجیل خان په کې د اسلام اباد یونایټیډ له لوري برخه درلوده، خو خالد لطیف دغه لوبه کې برخه نه درلوده.

د انځور حقوق Getty Images

د بي بي سي خبریال وايي، پاکستان سوپر لیګ مشر نجم سیټي دغه پړاو کې د موضوع په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو وايي داښيي، چې پاکستان کرېکټ چارواکي سوپر لیګ د فساد مخنیوي په تړاو ژمن دی.

پاکستان کرېکټ بورډ مشر شهریار خان ویلي، لوبو کې د دغسې کړنو زغمل په هېڅ صورت شوني نه دي.