د افغانستان بډمینټون لوبډله ایران ته د سیالیو لپاره تللې

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان بډمینټون فدراسیون د لومړي ځل لپاره ۴۵ کلونه مخکې جوړ شوی، خو تر څه مودې فعالیت وروسته یې د جګړو له کبله فعالیت ودرول شو.

د افغانستان د بډمینټون اووه کسیزه لوبډله د فجر لسمې په سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته تللې ده. په دغه لوبډله کې یوه روزونکې او دوه نجونې هم ګډون لري.

د فجر شپږویشتم پړاو سیالۍ د فبرورۍ په ۹مه پیل شوي او په ۱۲مه پایته رسېږي.

د افغانستان د بډمینټږن فدراسیون رییسې مستوره ارزو بي بي سي ته وویل؛ د افغانستان ورزشکاران تراوسه توانېدلي د قناعت وړ لوبه وکړي:

''افغانستان هر کال په دغو لوبو کې ګډون کوي او سږکال هم زموږ لوبغاړو له دوو میاشتو راهیسې دغو لوبو ته چمتووالی نیولی و او دغه هېواد ته ولاړل، له نېکه مرغه د سیالۍ پر لومړۍ ورځ زموږ درو لوبغاړو سیالي لرله چې خپلو عراقي او اذربایجاني سیالان یې مات کړای شول او راتلونکي پړاو ته لار ومومي.''

یوه افغانه د آسیا بډمینټون فدراسیون د ښځو د کمېټې مشره شوه

د افغانستان د بډمینټون فدراسیون رییسې وویل؛ که ددوی لوبغاړي ښه وځلېږي، نو هغو سیالیو ته به لاره ومومي چې د اسیا په کچه ترسره کېږي.

په ۲۰۱۵ کال د افغانستان د بډمینټون فدراسیون مشره مسعوده آرزو د آسیايي بډمینټون د ښځو د کمېټې مشره ټاکل شوې وه. آرزو وړاندې د افغانستان د نجونو د والیبال د ملي لوبډلې غړې او کابل کې د یوې ورزشي رادیو مشره وه.

د آسیا د بډمینټون فدراسیون کمیټې اجرايي ناسته په هر څلور کالو کې یو ځل تر سره کېږي.

د انځور حقوق F
Image caption مېرمن ارزو د اسیا د بډمینټون فدراسیون د اجرايي کمیټې په ناسته کې چې د چین په واهان ښار کې ترسره شوه وه، وکړای شو چې په دغه سیالۍ کې د سوریې او ماکایو سیالو استازو نه یې دغه مقام تر لاسه کړ.

افغانستان کې بډمینټون ډېر مینه وال نه لري او دغه هېواد تر دې دمه په دې نه دی بریالی شوی چې په دې برخه د اسیا او نړۍ په سطحه لاس ته راوړنې ولري.

د افغانستان بډمینټون فدراسیون د لومړي ځل لپاره ۴۵ کلونه مخکې جوړ شوی، خو تر څه مودې فعالیت وروسته یې د جګړو له کبله فعالیت ودرول شو.

دغه فدراسیون خپل فعالیت په ۱۳۸۱ کال کې له سره پیل کړ.

د افغانستان بډمینټون لوبغاړو د ۲۰۱۴ کال اسیايي سیالیو پرمهال په سویلي کوریا او همدارنګه تېر کال د ایران په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د انځور حقوق EPA
Image caption افغانستان کې بډمینټون ډېر مینه وال نه لري او دغه هېواد تر دې دمه په دې نه دی بریالی شوی چې په دې برخه د اسیا او نړۍ په سطحه لاس ته راوړنې ولري.

اړونده مطالب