د پاکستان سوپر ليګ دوه نور افغان لوبغاړي هم لوبو ته وروبلل

د انځور حقوق ACB

د پاکستان سوپر لیګ د افغانستان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې دوو لوبغاړو، مجیب الرحمان رحمان او طارق ستانکزي ته بلنه ور کړې چې په دې سیالیو کې ور سره یو ځای شي.

د افغانستان کریکټ بورډ وایي، دغه لوبغاړي به نن د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو(PSL) کې د پیښور زلمي لوبډلې سره په متحده عربي اماراتو کې یو ځای شي.

لوبغاړي مجیب الرحمان رحمان هم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د پېښور زلمي له خوا دې لوبو ته بلل شوی دی.

د هغه په خبر، څو ورځې وړاندې دې لوبډلې وړاندیز ورته کړی و او هڅه یې دا ده چې د دوشنبې په ورځ په دغو لوبو کې د ګډون لپاره له یادې لوبډلې سره یو ځای شي.

له دې مخکې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې وتلو لوبغاړو محمد نبي عيسی خېل او شهزاد محمدي د پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د لوبېدو پرېکړه کړې وه.

+ نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې

+ یو شمېر افغان او نړیوال لوبغاړي د پاکستان لیګ کې نه لوبېږي

محمد نبي عیسی خیېل په لومړیو کې ویلي وو، د پاکستان سوپرلیک کریکټ سیالیو کې به ونه لوبېږي، خو وروسته یې وویل، چې په لومړي پړاو کې به یې لوبه وکړي.

شهزاد محمدي هم د زمبابوې له لوبو وروسته د پاکستان سوپرلیګ سیالیو دویم پړاو کې لوبه کوي.

د انځور حقوق ACB

د تېرې جنورۍ میاشتې وروستیو کې د ځینو افغان لوبغاړو په ګډون یو شمېر نړیوالو لوبغاړو د پاکستان سوپر لیګ کرېکټ سیالیو کې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.

محمد شهزاد او محمد نبي د افغانستان د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي وو چې د پېښور زلمي او کوټه ګلاډیېټرز لوبډلو له لوري په لوبو کې یې د برخې نه اخیستو پرېکړه کړې وه.

د دوی تر څنګ د بنګله دېش شکیب الحسن، د انګلستان الیکس هالیس، د ویسټ انډيز کارلوس براتوایټ او ډیوایني براو هغه لوبغاړي دي چې په دغه لیګ کې لوبه نه کوي.

اړونده مطالب