کریکټ: افغانستان زمبابوې ته ۲۳۹ منډې هدف وټاکه

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان لوبډلې د نهو لوبغاړ په سوځېدو سره ۲۳۸ منډې جوړې کړې.

افغان کریکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې زمبابوې لوبډلې ته په دویمه لوبه کې ۲۳۹ منډې هدف وټاکه. له زمبابوې سره لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې وه.

افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله.

نور علي ځدراڼ لومړی افغان لوبغاړی و، چې وسوځېد، هغه یوازې شپاړس منډې وکړې، خو وروسته تر هغه شهزاد محمدي ښه او تیزه لوبه وکړه چې تر نور علي ځدراڼ وروسته هغه هم وسوځېد.

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

افغان کریکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ۲۱۶ منډې هدف وټاکه

شهزاد د شپږو، څلوریزو پر مټ ۶۴ منډې وکړې.

رحمت شاه هم خپله نیمه سلیزه پوره کړه.

د انځور حقوق ACB
Image caption لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې وه.

نجیب ځدراڼ ۴۵ او نبي عیسی خیل ۳۳ منډې وکړې.

نورو لوبغاړو د پام ومړ منډې ونه شوې کړای.

چاترا د افغان لوبډلې لوبغاړي وسوځول او په لسو اوورونو کې یې شپږ دېرش منډې ورکړې.

افغان لوبډلې د نهو لوبغاړ په سوځېدو سره ۲۳۸ منډې جوړې کړې.

وبه کتل شي چې زمبابوې لوبډله دا هدف پوره کولای شي که نه.

د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخه نسبتاً پیاوړې ښکاري او که د لوبې په لومړیو لسو اوروونو کې د سیالې لوبډلې د سر لوبغاړي ژر وسوځوي نو کېدای شي دا لوبه هم وګټي.

لومړۍ لوبه افغان لوبډلې ګټلې وه.

د انځور حقوق ACB
Image caption د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخه نسبتاً پیاوړې ښکاري
د انځور حقوق ACB
Image caption شهزاد محمدي ښه او تیزه لوبه وکړه چې تر نور علي ځدراڼ وروسته هغه هم وسوځېد.

اړونده مطالب

ورته مطالب