کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۵۴ منډو ماته ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق ACB

د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۵۴ منډو ماتې ورکړه. نن د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټېنګ وکړ.

په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۸ منډې وکړې.

محمد شهزاد تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې وکړې. رحمت شاه هم نیمه سلیزه وکړه او په ۵۳ منډو وسوځېد.

پر دوی دواړو سربېره نجیب ځدران هم ښه وځلېد او ۴۵ منډې یې وکړې.

د هدف په تعقیب کې د زمبابوې ټوله لوبډله ۴۳م اوور کې په ۱۸۴ منډو وسوځېده.

کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

زمبابوې ته زما د کرېکټ بريالى سفر

د انځور حقوق ACB

د زمبابوې په توپ وهونکو کې یوازې یوه لوبغاړي سایمن میر نیمه سلیزه وکړه او په ۵۴ منډو وسوځېد.

افغان توپ اچوونکو د تل په شان له پیله لوبه کابو کړې وه. ورو توپ اچوونکي محمد نبي، امیر حمزه او راشد ارمان ښه وځلېدل او په ګډه یې اته لوبغاړي وسوځول.

د انځور حقوق ACB
Image caption راشد ارمان له نړیوالو رسنیو سره د لوبې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
د انځور حقوق ACB
Image caption شهزاد محمدي ښه او تیزه لوبه وکړه چې تر نور علي ځدراڼ وروسته هغه هم وسوځېد.

راشد ارمان او محمد نبي درې، او امیر حمزه او ګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د پنځو لوبو دې لړۍ کې افغانستان له وړاندې یو صفر مخته دی.

کرېکټ: افغان ملي لوبډلې 'صحرا کپ' وګاټه

یو شمېر افغان او نړیوال لوبغاړي د پاکستان لیګ کې نه لوبېږي