نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو پلورل شوی او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو. د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږکال ۵ افغان لوبغاړي د ای پی ایل لیلامۍ ته وړاندې شوي وو چې راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو پلورل شوی او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نبي عیسی خېل او راشد خان د هند سوپر لیګ سیالو ته وپېرل شول. اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي نه دي پېرل شوي. ویل کېدل چې دولت ځدران هم د لیلامۍ لپاره وړاندې شوې خو په نوملړ کې نوم نه تر سترګو کېږي.

نبي او راشد خان حیدر اباد سنرایز غوره کړل.

راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو پلورل شوی او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو.

راشد خان ارمان هغه افغان لوبغاړو دی چې په تر ټولو ګرانه بیه پېرل شوی دی.

دواړه لومړني افغان لوبغاړي دي چې په دغو لوبو کې اخیستل کېږي.

نبي او شهزاد د پاکستان سوپرلیګ کې د لوبېدو پرېکړه کړې

د هند غوره لیګ کې د پنځو افغان لوبغاړو چانس

راشد ارمان د انګلستان لاینز لوبډلې اته لوبغاړي وسوځول

محمد شهزاد، محمد نبي، راشد ارمان، اصغر او دولت ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې د ای پی ایل نيلامۍ ته وړاندې شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي هم بولۍ ته وړاندې شوي، خو تراوسه کومې لوبډلې نه دي اخیستي.

دغه دواړه لوبغاړي د هندوستان غوره لیګ (IPL) په سن رایزرز لوبډله کې په امتیاز اخیستل شوي دي.

"د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او اداري کارکونکي د هند په غوره لیګ کې د راشد خان ارمان او نبي عیسی خېل په امتیاز اخیستل یوه لویه ملي لاسته راوړنه بولي او نوموړي او د کرکټ مینه والو ته په دغه ویاړ مبارکي وایي".

اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي هم بولۍ ته وړاندې شوي، خو تراوسه کومې لوبډلې نه دي اخیستي.

دا مهال نبي عیسی خېل او راشد ارمان له زیمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ سیالۍ لري.

د یکشنبې په ورځ هم زیمبابوې لوبډلې ته په ماتې ور کولو کې نبي عیسي خېل او راشد ارمان ښه وځلېد او دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني پنځه لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې کړي وو.

د ای پي اېل په سږنۍ ليلامۍ کې که څه هم د لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې هڅه کوي خپلو منځو کې په ګډه ۷۶ لوبغاړي وپېري.

په اي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې په دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي.

په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی. د اي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري.

دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.

سږکال د هند کرېکټ پرېمیرلیګ سیالیو لسم کال دی او دا ځل افغان مینه وال د دې چانس لري چې په لومړي ځل خپل ملي اتلان په دې لوبو کې وګوري او ملاتړ یې وکړي.

تر ټولو ګران پلورل شوی لوبغاړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برتانوی لوبغاړی بین سټاکس په تر ټولو ګرانه بیه پلورل شوی دی.

روان کال د هند غوره لیګ سیالیو کې راشد خان په هغو لوبغاړو کې اووم ځای لري چې په تر ټولو ګرانه بیه پلورل کېږي.

برتانوی الراونډر بین سټاکس د یو اعشاریه اووه میلیونه پونډو په ارزښت په دغو سیالیو کې تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی دی.

د هند غوره لیګ سیالیو د ۲۰۱۴ کال موسم کې د برتانیا توپوهونکی کیون پیټرسن په یو میلیونو پونډو پلورل شوی و او له هغه وروسته بل برتانوی لوبغاړیټيمل میلز په یو اعشاریه څلور میلیونو پونډو پلورل شوی و.

خو بین سټاکس د دوی دواړو ریکارډ مات کړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب