نبي: زما هدف پیسې نه په هند لیګ کې ښه لوبېدل دي

محمد نبي
د عکس تشریح،

محمد نبي وايي هدف یې پیسې نه په دغه لیګ کې ښه لوبه او د افغانستان نوم روښانه کول دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړی نبي عیسي خېل او راشد ارمان د سنرایز حیدراباد لوبډلې مننه وکړه او خپلو مینه والو او ټولو افغانانو ته یې مبارکي ورکړه.

د هند پرېمير ليګ سياليو لپاره ليلامۍ کې دغه دوه افغان لوبغاړي د سنرايزر حيدراباد لوبډلې له خوا وپېرل شول.

محمد نبی وايي "فکر مې نه کاوه چې غوره به شم خو هدف مې و چې باید له بنګله دېش پرېمير ليګ سياليو او پاکستان سوپر ليګ سياليو وروسته په ای پې اېل کې ولوبېږم."

محمد نبي د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو الرونډارانو په لست کې دویم ځای لري. د دې ترڅنګ د پاکستان او بنګله دېش په لیګ کې هم لوبېدلي.

راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو چې شاوخوا ۶ سوه زره ډالره کېږي او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو چې ۴۵ زره ډالره کېږي پلورل شوي.

محمد نبي وايي "کله چې اصغر ستانکزی په لیلامۍ کومې لوبډلې وانخیست ډېر خپه شوم خو پر خپل ځان او د راشد په غواروي ډېر خوښ یم."

د عکس تشریح،

راشد ارمان وايي چې افغان لوبغاړي په بنګله دېش لیګ کې ښه وځلېدل او اوس یې هم هدف په هند غور لیګ سیالیو کې ښه لوبه کول دي.

نوموړی وايي هدف یې پیسې نه په دغه لیګ کې ښه لوبه او د افغانستان نوم روښانه کول دي.

د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني پنځه لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې کړي وو.

بل لور ته راشد ارمان ویلي چې افغان لوبغاړي په بنګله دېش لیګ کې ښه وځلېدل او اوس یې هم هدف په هند غور لیګ سیالیو کې ښه لوبه کول دي.

دا لومړی ځل دی چې افغان مینه وال به خپل ملي لوبغاړي په اي پي اېل سیالیو کې ویني.

دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.