د کرېکټ بریا او پرمختګ په پار څو خبرې

  • ایاز الله ساپی
  • برمنګهم پوهنتون کې د سپورت ساینس استاد
په درېیمه لوبې کې افغانستان بریا ته ښه نژدې شوی و، خو نه یوازې دغه لوبه، بلکې څلورمه لوبه یې هم بېټسمینانو له دې کبله له لاسه ورکړه، چې تر فشار لاندې راغلل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله ډېر وړتیا لرونکي ځوانان لري، خو رواني ستونزې هغه څه دي، چې په ټول کې د دوی وړتیا اغېزمنوي

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي د نړۍ په کچه له هرې لوبډلې سره د سيالۍ فزیکي توان لري او دا وړتیا هم لري چې خپل مخالف لوری په هر پړاو کې وننګوي.

خو بل لور ته داسې تخنیکي او رواني اړخونه شته چی له امله یی افغان کرېکټ لوبډله ځینې داسې لوبې بایلي، چې دوی په کې بریا ته نژدې وي.

له دې کبله ویلای شو زمبامبوې سره د افغانستان یو ورځنیو لوبو کې درېیمه لوبه افغان لوبغاړو ته د زده کړې یو ښه فرصت و.

په درېیمه لوبې کې افغانستان بریا ته ښه نژدې شوی و، خو نه یوازې دغه لوبه، بلکې څلورمه لوبه یې هم بېټسمینانو له دې کبله له لاسه ورکړه، چې تر فشار لاندې راغلل.

تر اوسه د افغانستان توپ اچوونکو ښه لوبه کړې، خو بېټسمینان یې له ستونزو سره مخامخ دي، چې پرې غور کولو سره یې د حل احتمال هم شونی دی.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

یو حقیقت دا هم دی، چې له کوربه لوبډلې نه د لوبې ګټل اسانه چاره نه ده.

دوی له موسم او د لوبغالي له حالت سره بلد وي. په لوبغالي کې ناست نندارچیان یې هم هڅوي او له همدې کبله دوی پر ځان باور مومي او مقاومت یې ډېرېږي.

پر زمبابوې لوبډلې به پنځه لوبه کې فشار نور هم ډېر شي. دوی به هڅه کوي، د دویم ځل لپاره افغانانو ته دغه لړۍ و نه بایلي.

خو په دې هر څه سربېره هم د افغانستان او زمبابوې او افغانستان تر منځ لړۍ دوه په دوه برابره ده.

که افغان لوبغاړي له پلان، ځيرکتیا او ذهني مقاومت سره د لوبې ډګر ته ورشي، داسې احتمال شته، چې لوبه وګټي.

راتلونکي کې باید څه وشي؟

افغان لوبغاړي له کرېکټ سره ډېره مینه او ښه وړتیا لري، خو یوازې دا هغه ټکي نه دي، چې کرېکټ کې د بریا او پرمختګ تضمین وکړي.

د لوبغاړو فزیکي چمتووالی او روغتیا هم په لوبو کې د بریا لپاره خورا اړین دي.

دغه راز ورزش کول ځکه ډېر مهم دي، چې مناسب روغتیايي حالت د فیلډینګ، بیټینګ او باولینګ په ګډون د لوبې په هره برخه کې د لوبغاړو وړتیا نوره ځلوي.

که په پرلپسې توګه د لوبغاړو فزیکي ازموینه و نه شي، فعالیت یې هرو مرو اغېزمن کېږي.

تخنیکي ستونزې

ځینې افغان لوبغاړي د توپ په کنترول، سرعت او حرکت ورکولو غوندې مسایلو کې ستونزې لري او دغه ستونزې بیا په ټول کې د لوبډلې پر فعالیت اغېز کوي.

یوه ښه بېلګه یې له زمبابوې سره د افغان لوبډلې درېیمه لوبه وه، چې په څرګنده افغان لوبغاړو د ذهني فشار او تخنیکي تېروتنو او نیمګړتیاوو له کبله وبایلله.

اوپننګ یا د لوبې پرانیستل یوه بله مهمه برخه ده، چې پاملرنه غواړي. که لومړني پنځه لوبغاړي په ځېرکتیا او له زغم سره لوبه وکړي، د نورو راتلونکو لوبغاړو لپاره لوبه اسانه کېږي او پر مقابل لوري فشار ډېرېږي.

رواني روزنه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

څېړنو ثابته کړې، چې رواني ستونزې له فزیکي او تخنیکي هغو هم ډېرې خطرناکې دي. افغان لوبغاړي اوسمهال له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان دي. دوی ځینې مهال نه توانيږي پر خپله لوبه ذهني واک ثابت وساتي.

هغسې چې د نړۍ ډېرې لوبډلې فزیکي روزونکي لري، د لوبغاړو رواني روزنې ته هم مسلکي کسان لري، چې افغان کرېکټ چارواکي هم باید دغه اړین اړخ ته پام وکړي او که په موقت ډول هم وي، د لوبډلې لپاره یو رواني روزونکی ومومي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله ډېر وړتیا لرونکي ځوانان لري، خو رواني ستونزې هغه څه دي، چې په ټول کې د دوی وړتیا اغېزمنوي او باید کرېکټ اداره د دغې ستونزې د حل لپاره ګامونه پورته کړي.