د اولمپیک پخوانۍ روسۍ اتله د "اقتصادي ستونزو" له کبله خپل مډال پلوري

اولګا کوربوټ

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

کوربوټ د جمناستیک نړیوالو سیالیو افسانوي لوبغاړې ګڼل کېږي

په ۱۹۷۲ کال مونیخ کې د اولمپیک سیالیو د جمناسټیک روسۍ اتله اولګا کوربوټ د امریکا متحدو ایالتونو کې د اقتصادي ستونزو له کبله د خپل مډال او جایزو پلورلو ته اړ شوې ده.

یوې روسۍ وېبپآڼې ویلي، نوموړې دا ګام د اقتصادي ستونزو د حل په موخه اخیستی دی.

د دې په لیلام شویو جایزو کې دوه د سرو زرو مډالونه او درېیم د ژیړو مډال دی، چې په مونیخ سیالیو کې یې ترلاسه کړي وو، چې اغلې کوربوټ یې په مټ ۱۸۳ زره ډالر وګټل.

د نوموړې تر ټولو ارزښتناکه ټوټه د سرو زرو هغه مډال دی، چې د پخواني شوروي اتحاد په اړوندې یوې لوبیزې ډلې کې د لوبېدو له کبله یې ګټلی چې ارزښت یې ۶۶ زره ډالر اټکل شوی دی.

اولګا په بیلاروس کې زیږېدلی او بیا په ۱۹۹۱ کال امریکا ته کډه شوې ده، نوموړې اوس ۶۱ کلنه ده او د امریکا اریزونا ایالت کې اوسېږي.

د روسیې "ګزیتا" وېبپاڼې ویلي، اولګا کوربوټ له مالي ستونزو سره مخامخ ده. دغې وېبپاڼې په یوه مقاله کې د مخکینۍ روسۍ اتلې په اړه ویلي "خپلو مډالونو هغه له لوږې ژغورلې ده."

کله چې په ۱۹۷۲ کال د سړې جګړې اور بل و، اولګا هغه مهال ۱۷ کاله عمر درلود او په لوېدیځ کې یې میلیونونه مینه وال د جمناستیک سیالیو په حیرانوونک حرکتونو د ځان کړل چې په دې سره د اولمپیک سیالیو کې د جمناستیک اتله شوه.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح،

اولګا د ۱۹۷۲ کال میونیخ اولمپیک سیالیو کې درې د ژیړو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل

نوموړې د میونیخ ۱۹۷۲ کال اولمپیک سیالیو کې د سرو او سپینو زرو درې مډالونه وګټل او د ۱۹۷۶ کال مونټریال اولمپیک سیالیو کې یې بیا یو د ژیړو او بل د سپینو مډالونه ترلاسه کړل.

د لیلام هغه اداره چې د نوموړې د مډالو او جایزو د خرڅلاو لپاره یې چارې سمبالې کړې، ویلي "هېڅ کوم بل لوبغاړی نه شته چې د جمناستیک په سیالیو کې یې دومره ارزښتناکه جایزې ترلاسه کړې وي."

د هغې د خرڅلاو جایزو هغه جایزې هم شته، چې د ۱۹۷۲ کال سیالیو کې بي بي سي هغې ته ورکړې وه، پخواني شوروي اتحاد نورې جایزې ورکړې وې او هغه سپورتي مجله چې دې یې پر پوښتۍ لاسلیک کړی دی.

اولګا په ۱۹۷۸ کال له روسي سندرغاړي لیونیډ بورتکیویچ سره واده وکړ چې تر ۲۰۰۰ کال پورې یې دوام وکړ او بیا په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد له ټوټې کېدو وروسته له هغه سره امریکا ته وکوچېده. اولګا د ریچرډ په نوم یو زوی لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په ۲۰۱۲ کال لندن کې د یوه نندارتون پرمهال اولګا کوربوټ

د عکس سرچینه، SCREENSHOT - HERITAGE AUCTIONS

د عکس تشریح،

په ۱۹۷۲ کال د اولګا یو ګټلی د سرو زرو مډال