کرېکټ: هند پاکستان ته په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه
د هند لوبډلمشر ویراټ کوهلې په دغه لوبه کې ښه وځلید
د هند کرېکټ ملي لوبډلې خپلو پاکستاني سیالانو ته د اتلانو جام کرېکټ سیالیو کې په ۱۲۴ منډو ماتې ورکړه. دغه سیالۍ انګلستان کې کېږي.
لومړی هند لوبه وکړه او ټولو ۴۸ اوورنو کې یې ۳۱۹ منډې جوړې کړې.
د باران له کبله لوبه اغېزمنه شوه او پاکستان لوبډلې ته ۴۱ اوورنو کې د ۲۸۹ منډو هدف وټاکل شو، خو پاکستاني لوبغاړي وتوانېدل ایله ۱۶۴ منډې وکړي.
د لوبې ټاس پاکستان وګاټه او لومړی یې هند ته د بېټینګ بلنه ورکړه. هندي لوبغاړو، شېکر دهون ۶۸، روهیت شرما ۹۱، لوبډلمشر ویراټ کوهلې ۸۱ او یوراج سینګ ۵۳ منډو سره په زړه پورې لوبه وکړه او خپلې لوبډلې لپاره یې د منډو شمېر ډېر کړ.
خو ځوابي لوبه کې له پاکستاني اوپنر اظهر علي پرته هېڅ لوبغاړی تر نیمه سلیزې و نه رسېد.
دغه لړۍ کې دا د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه وه. له لوبې مخکې د لندن پېښې قربانیانو درناوي ته یوه دقیقه چوپتیا وشوه.
د پاکستان له لوري یوازې اظهر علي وتوانېد نیمه سلیزه جوړه کړي
د ای سي سي اتلانو جام کې مخکې کلونو کې هند او پاکستان درې ځله مخامخ شوي، چې دوې لوبې پاکستان او یوه هند ګټلې.