کرېکټ: شپږیزې جام سیالۍ وځنډول شوې

شپږیزه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي و، هېڅ لوبغاړي یا روزونکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شل اوریزو سیالیو شپیزه کې برخه واخلي.

یو سرچینې بي بي سي ته ویلي چې په افغانستان کې د کورني کرېکټ ۲۰ اوریزې سیالۍ 'شپږېزې لیګ سیالۍ ' سپتمبر ته وځنډول شوې. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې پاکستان خپلو لوبغاړو ته په دې سیالیو کې د اجازې نه ورکولو اعلان وکړ.

تر اوسه د دغو سیالیو د ځنډېدو لامل نه دی په ګوته شوی.

مخکې افغان کرېکټ بورډ ویلي و، دغه سیالۍ به راتلونکې جولای میاشت کې کابل کې کېږي.

د یو شمېر پاکستاني لوبغاړو په ګډون ۶۸ بهرني لوبغاړي هم د لیلامي په ترڅ کې دغو سیالیو ته رانیول شوي وو.

د مې پر ۲۵ د دغو سیالیو ګډونوالو شپږ لوبډلو لپاره لومړی ځل له ۹۰ ډېرو کورنيو او له ۶۰ د ډېرو بهرنيو لوبغاړو پېرلو لپاره دواطلبۍ کې برخه واخیسته.

په هغه داو طلبۍ کې له کورنیو لوبغاړو نه تر ټولو لوړه بیه د ګلبدین نایب لپاره ټاکل شوې وه، چې اووه اعشاریه څلور میلیونه افغانۍ وې او بوست لوبډلې پېرلی و.

د پاکستاني لوبغاړي کامران اکمل نوم د ډېرې بیې تر لاسه کولو له کبله د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ په سر کې و، چې هغه داوطلبۍ کې یې د خدمتونو تر لاسه کولو لپاره بیه ورکړل شوه.

کابل کې له خونړۍ برید وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې له پاکستان کرېکټ لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو هغه لړۍ لغو کوي، چې په پام کې وه راتلونکو میاشتو کې به کېږي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

په پام کې وه، شپیزې سیالۍ راتلونکې جولای میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شي

له هغه سملاسي وروسته د جون په لومړۍ نېټې د پاکستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ بورډ څرګندونې د خواشینۍ وړ بللې وې.

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي و، هېڅ لوبغاړي یا روزونکي ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان شل اوریزو سیالیو شپیزه کې برخه واخلي.

په پام کې وه، شپیزې سیالۍ راتلونکې جولای میاشت کې د شپږو لوبډلو په ګډون پیل شي، خو اوس ویل کېږي، چې راتلونکې سپتمبر پورې ځنډول شوې دي.