فکرلارې: افغانستان کې د کرېکټ پر وړاندې ننګونې؟
فکرلارې: افغانستان کې د کرېکټ پر وړاندې ننګونې؟
په جګړه کی رالوی شویو افغان ځوانانو د کرېکټ لوبه داسې زده کړه چې غږ يې تر ټولې نړۍ ورسېد.
افغانستان د جون پر ۲۲ مه د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
دوی شپږ کاله وړاندې د يو ورځنيو نړيوالو سيالېو بشپړ دريځ ته ورسېدل. خو اوس د نړۍ د وتلو ۱۲ هېوادونو په ليکه کي ولاړ دي.
د بي بي سي فکر لارې پروګرام کې دې خبرې ته کتنه کوو چې د دوی پر وړاندې ننګونې کومي دي؟
مېلمانه په واشنګټن کې د امریکا غږ خبريال مطيع الله عابد، په سټوديو کې د کرېکټ يو مينه وال او لوبغاړی بشير غروال او په لندن کې د افغانانو د کرېکټ ټولنې سلاکاره ډېوه پتنګ دي.