له هلکانو سره لوبېدونکې نجلۍ د کرېکټ مینوالو زړونه وګټل

ہرمن پریت کور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

هرمن پریت په ۱۱۵ توپونو سره ۱۷۱ منډې وکړې او ونه سوځېده.

برتانیا کې د ښځو نړیوال کرېکټ سیالۍ نیمه پایلوبه هند لوبډلې وګټله.

په دې سیالۍ کې توپوهونکې هرمن پریت کور ډېره وځلېدله.

هرمندر سینګ بلر د خپلې لور هرمن پریت کور په دغه بریا ډېر خوشال دی.

هرمن پرید کور د هند د پنجاب ایالت په موګا ښار کې زېږېدلې ده.

هغې د پنجشنبې په ورځ د اسټرالیا خلاف پاڼۍ کې ۱۷۱ منډو په جوړولو سره د کرېکټ مینوالو زړونه وګټل.

د هرمن پریت پلار بي بي سي ته ویلي، چې لور یې له هلکانو سره کرېکټ لوبې پیل کړې وې.

"زما سره به لوبغاړي ته تلله، هلته به نجونې نه وې، له هلکانو سره به یې لوبې کولې".

د عکس سرچینه، TWITTER/IMHARMANPREET

د هرمن پریت کور پر پرونۍ بریا دهغې پلار هم خوشال دی:

"لیدلو یې ډېر خوند کاروه، خدای ته دوعا کوم چې هغه له دې وروسته هم داسې خپل نوم وځلوي".

د اسټرالیا په څېر ځواکمنې ډلې خلاف لوبه کې هرمن پریت یواځې په ۱۱۵ توپونو سره ۱۷۱ منډې وکړې او ونه سوځېدله، هغې په دغه پاڼۍ کې ۲۰ څلوریزې او ۷ شپږیزې ووهلې.

هرمن پریت په لومړنیو ۱۲ څلوریزو او دوو شپږیزو په مټ ۹۰ توپونو سره خپله سلیزه پوره کړه.

دا په یوه ورځنیو سیالیو کې د هغې دریمه سلیزه ده.

له دې سره دا یو ورځنیو ښځینه کریکټ لوبو کې تر ټولو بې جوړې پنځمې منډې دي.

د عکس سرچینه، TWITTER/IMHARMANPREET

د عکس تشریح،

هرمن پریت کور په لومړیو ۱۲ څلوریزو او دوو شپږیزو سره په ۹۰ توپونو سلیزه وکړه.

هرمن پریت کور پر ۲۰۰۹ کال خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ سیالي کړې وه.

هغې پر ۲۰۱۳ کال د برتانیا خلاف نړیواله سیالۍ کې سلیزې سره خپله وړتیا وښوده.

له دې مخکې د روانو سیالیو نیمه پایلوبه کې هند د نوي زېلنډ سره لوبه درلوده او هرمن پریت پکې ۶۰ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا خلاف لوبه کې د هند پیل ښه نه و، لوبغاړي یې وسوځېدل، خو هرمن پریت کور یې بخت بدل کړ او په ډېرو منډو جوړولو سره یې اسټرالیا په دې کې پاتې راوسته چې هدف ته ځان ورسوي.

هند د یکشنبې په ورځ لارډز لوبغالي کې له برتانیا سره لوبه لري.

د مېرمنو کرېکټ نړیوال جام کې هند دویم ځل ځان تر پایلوبې رسوي، خو ګورو به چې دا اتلولي به ګټي که یه.