افغان روباټګرې نجونې له واشنګټن کابل ته روانې شوې

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دغو افغان نجونو له توپونو روباټ جوړ کړی دی.

د هغو افغان روباټګرو نجونو ډله د امریکا متحده ایالتونو له پلازمېنې واشنګټن د کابل په لور وخوځېده، چې د روباټونو نړیواله سیالۍ کې یې د زړورتیا مډال وګاټه.

دا سیالي د امریکا د ځینې پوهنتونونو او ټیکنالوجۍ مرکزونو په هڅو له یکشنبې (جولای ۱۶مې) پیل شوې او تر سه شنبې (جولای ۱۸مې) یې روانه وه.

په دې نړیواله سیالۍ کې د ۱۵۷ هېوادونو ۱۶۳ ډلو ګډون درلود. د افغان روباټګرو نجونو شپږ کسیزې ډلې په دغه سیالۍ کې سلمه درجه خپله کړه.

دوی ته د مېړانې سپینو زرو مډال ور کړل شو.

خپل امنیت ته اندېښمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دا نجونې وايي، چې سیالۍ ته تللې هم د خلکو پام و راوښتی و او اوس لا ډېرې مشهورې شوې دي.

په دغه نړیواله سیالۍ کې تر ډېره دوی ته ځکه د رسنیو پام ور اوښتی و، چې له هرات کابل ته دوه ځلې د امریکا سفارت ته لاړې خو ویزه یې ترلاسه نه کړه.

که څه هم امریکايي چارواکو دا نه ویل چې ولې ویزه نه ور کوي، خو فکر کېده، چې وېرېږي دا نجونې به افغانستان ته ستنې نه شي.

وروسته د ولسمشر ټرمپ په سپارښت په دغه سیالۍ کې د ګډون لپاره د لس ورځو د لیدنې اجازه ور کړل شوه.

کله چې دوی سیالۍ ته لاړې، داسې فکر کېده چې افغانستان ته به ستنې نه شي، خو اوس چې دوی ستنېږي په واشنګټن هوايي ډګر کې یې د بي بي سي خبریال جاوېد کوټوال ته ویلي، په افغانستان کې خپل امنیت ته اندېښمنې دي.

یوې په خندا خندا وویل، چې دغه سیالۍ کې ډېرې مشهورې شوې او د خلکو د ژبو پر سر دي، ځکه خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي.

"اوس زموږ امنیت مهم شوی دی، موږ نه پوهېږو امنیت څنګه ګړو، ځکه ډېرې مشهورې شوو، خدای مه کړه په یوه میاشت کې ونه وژل شو".

افغانستان ته د نورو مډالونو ګټل

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح،

افغان ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو دوی ته د مډال ګټلو له امله مبارکي وویله.

دا نجونې د امریکا د روباټونو نړیواله سیالۍ کې په ګډون خوشاله دي.

یوه وايي چې په نړیواله سیالۍ کې یې په ګډون سره د افغانستان نوم وځلاوه.

دوی وايي، په سیالۍ کې ګډون سره نورې هم وهڅېدلې چې د ټیکنالوجۍ برخه کې افغانستان ته کار وکړي او راتلونکي کې افغانستان ته ټیکنالوجۍ برخه کې ډېر مډالونه وګټي.

"موږ ټول هڅه کوو چې ټیکنالوجۍ برخه کې افغانستان ته کار وکړو".

د سپینې ماڼۍ لیدنه

د عکس سرچینه، FB

د عکس تشریح،

افغان نجونې په سپینه ماڼۍ کې.

دغو افغان نجونو سره د امریکا د ولسمشر سلاکارې او لور ایوانکا ټرمپ هم ولیدل.

نوموړی دوی ته د سپینې ماڼۍ د لیدنې بلنه هم ور کړې او هلته یې بیا ور سره ولیدل.

دا افغان نجونې وايي، چې ایوانکا ټرمپ په دواړو لیدونو کې د دوی پر وړتیا خبرې کولې او دوی یې ستایلې.