د افغان ۲۳ کلنو فوټبالرانو ملي لوبډله له اسیايي سیالیو وایستل شوه
د افغانستان ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډله
د اسیا د ۲۳ کلنو فوټبال مقدماتي سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د ۲۳ کلنو لوبډله د سعودي عربستان له لوبډلې سره لوبه کې ماتې وخوړه او له سیالیو وایستل شوه.
دا د افغان لوبډلې دویمه لوبه وه.
افغانستان چې په لومړۍ لوبه کې اته پر صفر ماتې وخوړه، دا ځل هم له ماتې سره مخامخ شوه.
په دې سره افغانستان دوه پرله پسې ماتې وخوړې او بالاخره له سیالیو وایستل شوه او د سیالیو دویم پړاو ته له ننوتلو یې مخه ونیول شوه.
د افغانستان د ۲۳ کلنو فوټبال لوبډله داسې مهال ماتې وخوړله، چې له لومړۍ لوبې وروسته پکې ځینې بدلونونه راغلي وو.
افغان لوبډله به په درېیمه لوبه کې د یکشنبې په ورځ (زمری لومړۍ) له بحرین سره تشریفاتي لوبه ولري.