افغان نولس کلنو د ۲۰۱۸ نړیوال جام سیاليو ته لار پيدا کړه

کریکټ

د عکس سرچینه، Afghanistan Cricket Board

د عکس تشریح،

سینګاپور لوبډلې ته دا هدف ډېر ستر او لوړ وو. ځکه د دوی لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ډېر ونه درېدل.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان نولس کلنو د ۲۰۱۸ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

د افغان نولس کلنو لوبډلې د روانې جولای میاشتې پر ۲۴مه په سینګاپور کې د کرېکټ د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو د غوراوي په پړاو کې د سینګاپور لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو په توپیر خورا ستره ماتې ورکړه.

دا د نولس کلنو په روان اسیايي جام کې د افغان لوبډلې پنځمه پرله پسې بریا ده. افغان لوبډله دمګړۍ په دغو لوبو کې لس امتیازونه لري.

د لوبې پچه سينګاپور وګټله او افغان لوبډلې ته يي د توپوهنې بلنه ورکړه، چې افغان نولس کلنو د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۷۳، درویش رسولي ۷۱ او طارق ستانکزي ۵۵ منډې جوړې کړې.

سینګاپور لوبډلې ته دا هدف ډېر ستر او لوړ وو. ځکه د دوی لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ډېر ونه درېدل.

سینګاپوري لوبډلې په اتلسم اور کې د ۸۱ منډو په جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه افغان لوبډلې د ۲۲۴ منډو په توپیر سره وګټله.

د عکس سرچینه، @Afghan Cricket Board

د عکس تشریح،

یوسف ځاځي درې لوبغاړي وسوځول

افغان توپغورځوونکو له ډلې مجیب ځدراڼ د سیالې لوبډلې څلور او یوسف ځاځي درې لوبغاړي وسوځول.

دا یو ورځنۍ سیالۍ په سینګاپور کې روانې دي، چې پر کوربه هېواد سربېره د افغانستان، مالیزیا او نیپال لوبډلې پکې ګډون لري او د جام ګټونکې لوبډله به په ۲۰۱۸ کال له اسیا لویې وچې د نولس کلنو لوبډلو د کرېکټ په نړیوال جام کې ولوبېږي.