بارسلونا کلب له نیمار ۷،۸ میلیون پونډه غواړي

د انځور حقوق .
Image caption نیمار پر بارسلونا اداره نیوکې کوي.

بارسلونا کلب له خپل پخواني لوبغاړي نیمار اوه عشاریه اته میلیون پونډه غواړي او د ترلاسه کولو لپاره یې چارواکو ته شکایت کړی دی.

برازېلی نیمار په اګسټ کې د ۲۰۰ میلیون پونډو په ترلاسه کولو له فرانسوي کلب پاریس سېنټ ژومن سره ملګری شو.

بارسلونا اوس له نوموړي د هغو پیسو ستنېدل غواړي چې د پنځو نویو کلونو تړون د لاسلیک پر مهال یې ور کړې وې.

* د فوټبال تاریخ کې ګرانبیه لېږد؛ نیمار له بارسلونا ځي

* ارجنټاین کې د لیونل میسي 'د پېړۍ واده'

دا کلب وايي، چې نیمار له قرارداد بشپړلو نهه میاشتې مخکې لاړ.

بارسلونا له نیمار اوه عشاریه اته میلیون پونډو سربېره نور لس سلنه اضافي پیسې هم غواړي، ځکه دوی وايي، چې تړون یې نیمګړی پرېښودلی.

د بارسلونا بیان کې راغلي: "کلب له پاریس سېنټ ژومن غوښتي چې که لوبغاړی په خپله څه نشي کولی، نو دوی دې د پیسو ور کولو زیمواري ومني".

د پاریس سېنټ ژومن غبرګون

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیمار په ۲۰۰ میلیون پونډو وپلورل شو.

پاریس سېنټ ژومن وايي، د بارسلونا دې څرګندونو حیران کړي دي:

"کلب بیا دا وایي، چې نیمار جار ټولو قوانینو او اصولو ته درناوی کړی او دا یواځې د بارسلونا په څرګندونو افسوس پکار دی".

کله چې نیمار له بارسلونا د تللو خبره وکړه، نو دغه کلب ترې د ژمنتیا ۲۳ میلیونه پونډه هم وګرځول.

* مکسیکو ۳ زره کلنه لوبه ژوندۍ کړه

* فوټبال: افغان ځوانانو د مرکزي اسيا اتلولي وګټله

نیمار هم پر بارسلونا کلب نیوکه کړې ده: "ما دلته څلور ښکلي کلونه تېر کړل او په خوشالۍ تر بېل شوم، خو له (مدیرانو) نه".

د نوموړي په اند: بارسلونا کې داسې څوک نشته چې باید وی: "بارسلونا د ډېرې بهترۍ حق لري".

شننه

د انځور حقوق Getty Images

اسپانیا کې د فوټبال خبریال ایډوارډو الورز بي بي سي ته وویل، دې خبر حیران کړی دی.

په ورته مهال زیاتوي چې د بارسلونا اداره د دا ډول چلند مخینه لري.

بارسلونا وايي، د اګسټ پر ‍۱۱ یې اسپانوي چارواکو ته له نیمار شکایت کړی دی، ځکه اټکل کېږي چې د نیمار د یکشنبې ورځې څرګندونې دغه خبر ته یو غبرګون و.