د شپږېزې ټکټ پلورلو شرکت: د پنجشنبې لوبې ته مینه وال بې ټکټه را تللی شي

شپږېزه: میح شرکت اعلان کړی چې د پنجشبې لوبې ته مینه وال بې ټکټه را تللی شي
Image caption د میح ګروپ مشر ضیاء الرحمن ضیاء ویلي نړیوال لوبغاړي باید له ځان سره نړۍ ته د افغانستان ښه انځور یوسي.

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو بي بي سي ته ومنله چې پلازمېنه کابل کې به د پنجشبې 'سپتمبر ۱۴' د شپږیزې کرېکټ سیالیو له نندارچیانو د ټکټ پېسې نه اخیستلې کېږي.

د میح ګروپ نړیوال شرکت چې د ټکټونو پلورلو مسولیت لري ویلي دغه کار یې د هغو نړیوالو لوبغاړو د تشویق په موخه کړی چې په دغه لیګ کې یې ګډون کړی.

د میح ګروپ مشر ضیاء الرحمن ضیاء ویلي نړیوال لوبغاړي باید له ځان سره نړۍ ته د افغانستان ښه انځور یوسي.

د چهارشنبې پر ورځ کله چې د شپږیزې سیالیو لړ کې د بست ساتونکو او میس عینک لوبډلو تر منځ لوبه روانه وه، لوبغالي ته نژدې چاودنه وشوه. له چاودنې له امله لوبه د یوې لنډې مودې لپاره وځنډول شوه خو بېرته پیل شوه.

له چاودنې وروسته بي بي سي سره خبرو کې د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل هغه مهال ډاډ ورکړ چې لوبې به پېښې ته له پام پرته روانې پاتې وي. ښاغلي مشعل زیاته کړه چې ټول کورني او بهرني لوبغاړي خوندي دي.

د شپږېزه سیالیو لوبغالي سره نژدې چاودنه

د شپږیزې ښه لوبغاړي ښايي د پاکستان سوپرلیګ ته غوره شي

افغان لوبغاړي له دې شپږېزې ډېره زده کړه کولى شي

د شپږېزه کرېکټ لیګ سیالیو پنځم پړاو دوشنبه د سپتمبر ۱۱مه په کابل کې پیل شو چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.

په دغه لیګ کې چې ۶ لوبډلې لري تر اوسه شاوخوا ۱۲۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

د افغانستان په شپږیزه کریکټ لیګ کې په لومړي ځل د بهرنیو لوبغاړو برخه اخیستو، د دوی د امنیت په اړه له یو شمېر کسانو سره اندېښنې پیدا کړي، خو ښاغلی مشعل وايي، نه یوازې د بهرنیو لوبغاړو بلکې په ټوله کې د شپږیزې د امنیت لپاره ځانګړي تدبیرونه نیول شوي دي.

اړونده مطالب