د شپږیزې مبصر: دوه مخي باید ونه اوسو، ترهګریز برید په لندن کې هم وشو
ډين جونز وايي بهرنيو لوبغاړو ته د ولسمشرۍ کچې امنيتي تدابير په پام کې نيول شوي.
د استراليا اوڅار پخوانى ټېسټ لوبغاړى "ډين جونز" له افغانستانه د بهرنيو لوبغاړو د وتلو غوښتنې "دوه مخي" بللې ده.
ښاغلي جونز چې په شپږيزه ليگ کې يې د مبصر په توگه گډون کړى وويل "افغانستان ته له ورتگ وړاندې په شته خطرونو خبر وم. زه دا تمه نه لرم چې دلته دې د گلف لوبه وکړم او يا دې سمندرغاړې ته ورشم. موږ په دې پوهېدو چې دا دلته پېښېداى شي."
پر ځينو بهرنيو لوبغاړو او مېلمنو له افغانستانه د وتلو غږ وروسته له هغه وشو چې پرون د شېږېزه لیګ سیالیو لوبغالي ته څېرمه چاودنه وشوه.
ښاغلي جونز د استراليا "دې اېج" ورځپاڼې سره مرکه کې ومنله چې چاودنې لوبغاړي وبوږنول، خو زياته يې کړه "نه ښايي چې دوه مخي اوسو، ځکه په لندن کې هم ترهگريز بريد وشو، خو هلته ټول پاتې شول او دې لپاره چې دا افغانستان دى او د هغوى ښايي وي خوښ، نو له دې ځايه بايد ووځي؟"
ښاغلي جونز وويل افغانستان کې بهرنيو لوبغاړو ته د ولسمشرۍ کچې امنيتي تدابير په پام کې نيول شوي.
د شپږيره ليگ سږنيو سيالو کې د کرېکټ وتلو نړېوالو څېرو گډون کړى
نوموړي پر لوبغاړو غږ وکړ چې لږ مقاومت وکړي او وې ويل افغان ولسمشر او د کورنيو چارو وزير د بهرنيو ميلمنو د بشپړ امنيت ټينگولو ژمنه کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې په شپږیزه کرېکټ لیګ کې بهرني لوبغاړي، روزونکي او مبصرین برخه اخلي چې ورسره د دوی د امنیت په اړه وار له مخه اندېښنې پیدا شوې وې.
د کورنیو چارو وزارت پرونى بريد ځانمرګی وباله چې له امله یې یو پولیس او ۲ ولسي وګړي ووژل شول. په پېښه کې ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
پېښه کې لوبغاړو او مینه والو ته کوم زیان نه دې رسېدلی.
د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي سره خبرو کې ډاډ ورکړ چې لوبې به پېښې ته له پام پرته روانې پاتې وي. ښاغلي مشعل زیاته کړه چې ټول کورني او بهرني لوبغاړي خوندي دي.
له چاودنې سره سم لوبه د لنډ مهال لپاره وځنډول شوه خو بيا بېرته پیل شوه.