شپږیزه: جاوید احمدي د نهمې لوبې غوره لوبغاړی شو

ر
Image caption جاوید احمدي

د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ نهمه لوبه چې د بندامیر او بوست لوبډلو ترمنځ وشوه؛ بندامیر لوبډلې وګټله.

د بندامیر لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې جاوید احمدي وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

نوموړي د ۴۷ توپونو مخه وکړه او ۷۵ منډې یې جوړې کړې.

د لوبې پچه بوست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بند امیر لوبډلې توپوهونکو په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف ور کړ.

د بند امیر لوبډلې لپاره دویمې او درېیمې ډېرې منډې مسلم موسی او شاهدالله وکړې چې هر یوه ۲۲ منډې کړې وې.

د بوست ساتونکو لوبډلې ونه شو کولی د سیالانو له خوا ور کړل شوی هدف یې پوره کړي.

بوست ساتونکو په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې وکړې او په ۹ منډو یې لوبه وبایلله.

د بوست ساتونکو لپاره ډېرې منډې منیراحمد وکړې، نوموړي ۵۸ منډې جوړې کړې وې.

شبیر نوري ۲۴ منډې او نوروز منګل بیا ۲۰ منډې جوړې کړې وې.

د شپږیزه لیګ لسمه لوبه د سپین زمریانو او کابلبازانو لوبډلې ترمنځ روانه ده.

د نندارچیانو ډېرېدل

Image caption پنجشنبه او جمعه د نندارچیانو شمېر ډېر شوی دی.

د پنجشنبې ورځې په څېر د جمعې په ورځ هم د افغان کرېکټ شپږیزه اتلولۍ ته ډېر نندارچیان ورغلي دي.

د پنجشنبې په ورځ د دوی شمېر تر لس زرو ډېر اټکل شوی و او نن هم نندارچیان هغومره ښکاري.

د تېرې ورځې پرتله د جمعې ورځې سیالیو ته مېرمنې هم ډېرې تللې دي.

د پرون اپوټه د جمعې په ورځ د لوبې لیدلو ټیکټ په سل افغانۍ پلورل کېږي، خو د پنجشنبې په ورځ یې لیدل وړیا و.

د چهارشنبې ورځې سیالۍ کې له چاودنې وروسته ټیکټ وېشونکي شرکت د تېرې ورځې سیالۍ ته ټیکټ وړیا کړی و.

هغې لوبې ته پر کابل سربېره له نورو ولایتونو هم خلک راغلي وو.

دوی ویل، په دغه ګام سره غواړي د تاوتریخوالي په مقابل کې د افغان کرېکټ ملاتړ وکړي.

د چهارشنبې ورځې سیالۍ کې ځانمرګي برید درې کسان وژلي او پنځه ټپیان کړي وو.

د هغه برید مسوولیت داعش منلی دی.