د سويلي افریقا ډېری لوبغاړي بېرته ستانه شوي

د ویډیو تشریح،

مشعل وويل: د زمبابوې لوبغاړي ټول پاتې دي او د شپږېزې تر پايه پورې به همدلته وي

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر وايي د سويلي افريقا ډېرى لوبغاړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د بهرنيو لوبغاړو د وتلو خبره وروسته له هغه راپورته شوه چې تېره چهارشنبه هغه لوبغالي ته نژدې يو ځانمرگى بريد وشو چې په کې د شپږيزې ليگ سيالۍ روانې دي.

خو کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي سره په مرکه کې وويل چې د سويلي افريقا لوبغاړي د هغه هېواد د کرېکټ بورډ له لوري د کورنيو لوبو لپاره وربلل شوي.

ښاغلي مشعل زياته کړه "د هغوى استدلال دا و چې تگ يې شخصي غوښتنه نه ده او دا يې د کرېکټ بورډ غوښتنه وه."

وړاندې د زمبابوې د لوبغاړو د بېرته ستنېدا احتمال هم څرگند شوى و. خو ښاغلي مشعل وويل " د زمبابوې لوبغاړي ټول پاتې دي او د شپږېزې تر پايه پورې به همدلته وي."

تېره ورځ د استراليا وتلي ټېسټ لوبغاړي ډين جونز له افغانستانه د بهرنيو لوبغاړو د وتلو پر غوښتنو نيوکې وکړې.

ښاغلي جونز د استراليا له "دې اېج" ورځپاڼې سره مرکه کې ومنله چې چاودنې لوبغاړي وبوږنول، خو زياته يې کړه "نه ښايي دوه مخي اوسو، ځکه په لندن کې هم ترهگريز بريد وشو، خو هلته ټول پاتې شول او دې لپاره چې دا افغانستان دى او د هغوى ښايي وي خوښ، نو له دې ځايه بايد ووځي؟"

د عکس تشریح،

ډين جونز له افغانستانه د بهرنيو لوبغاړو د وتلو پر غوښتنو نيوکې وکړې

ښاغلي جونز وويل افغانستان کې بهرنيو لوبغاړو ته د ولسمشرۍ کچې امنيتي تدابير په پام کې نيول شوي.

تېره ورځ په کابل کې د شپږېزې کرېکټ سیالیو ته د نورو لوبو پرتله ډېر مینه وال ورغلي وو

په لوبغالي کې مينه والو بي بي سي ته وویل گوښونه يې مخه نه شي نیولی.

شپږیزه سږ کال تر نورو هغو په دې په زړه پورې ده چې ګڼ شمېر بهرني نړیوال لوبغاړي، روزونکي، لوبڅاران او کارپوهان ورته راغلي دي.

د ویډیو تشریح،

کرېکټ چارواکي وايي، د ننۍ لوبې لیدونکو شمېر تر لسو زرو کسانو پورې رسېده، چې د تېرو لوبو پرتله درې برابره ډېر دی.

نن په کابل کې د شپږیزې ليگ سياليو پنځمه ورځ ده چې دوې لوبې تر سره شوې.

په لومړۍ لوبه کې بست یو وار بیا له ماتې سره مخامخ شو او داسې ښکاري چې پایلوبې ته د رسېدا هیلې هم اوبو یووړوې.

نن بند امیر په شپږو منډو ماتې ورکړه. په څلورو لوبو کې دا د بست دریمه ماتې وه. دویمه لوبه د سپین غر او کابل بازانو ترمنځ وه.