راشد خان: څو چې کاراییب کرېکټ وي، د افغانستان نوم به یادیږې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له دې مخکې پنځه - شپږ ځله رانه هېټ ټریک په عین حال کې پاتې شوی و، له زړه مې غوښتل ارمان مې پوره شي

د افغان ملي لوبډلې لیګ سپین توپ اچوونکی راشد ارمان وايي، تر هغه چې په کرېکټ کې د کرابین غوره لیګ سیالۍ وي، د افغانستان نوم به ور سره یادېږي.

راشد ارمان په نړیواله کچه لومړنی لوبغاړی و چې په کاراییب غوره لیګ 'سي پي ایل ' سیالیو کې یې په درې پرلپسې توپونو د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول او 'هټ ټریک ' یې بشپړ کړ.

راشد خان په هغو لوبو کې د ګواینا امازون لوبډلې لپاره لوبیده.

راشد ارمان له بي بي سره خبرو کې وویل:

''له دې مخکې پنځه - شپږ ځله رانه هېټ ټریک په عین حال کې پاتې شوی و، له زړه مې غوښتل ارمان مې وخېژي، د دوو لوبغاړو له سوځولو وروسته مې یوه همکار راته وویل، چې په سي پي ایل کې چا هېټ ټریک نه دی بشپړ کړی او ته باید دا په ذهن کې وساتې. ''

راشد وايي، له خپل لوري مې هڅه وکړه او له بریا وروسته ځکه ډېر خوښ یم، چې اوس کله هم په هغو سیالیو کې د هېټ ټریک یادوونه کېږي، د افغانستان نوم به ورسره یاديږي او دا زما لپاره لوی ویاړ دی.

راشد خان په کارابین غوره لیګ سیالیو کې تاریخ جوړ کړ

سي‌پي‌ايل: راشد خان اقتصادي توپ اچوونکی

کرېکټ: په بیګ باش کې راشد خان ته لېوالتیا

په کاراییب کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې په لومړي ځل راشد خان او محمد نبي، دوو افغان لوبغاړو لوبه وکړه، چې تر ډېره ښه وځلېدل.

د انځور حقوق Getty Images

راشد خان جون میاشت کې له ویسټ انډیز سره سیالیو کې یوازې د ۱۸ منډو بدل کې اووه وېکټې واخیستې او دې سره یې په یوه ورځنیو لوبو کې د غوره توپ اچوونکو یا بالرانو کتار کې څلورم ځای خپل کړ.

راشد د خپل لیګ سپېن او ګوګلي توپ اچونې وړتیا له کبله د کرېکټ ډېرو نړیوالو شنونکو ستایلی دی.

اړونده مطالب