کومه لوبډله له شپږیزې بهر کېږي؟

  • سید ولي ناصر
  • بي بي سي
امو نهنګانو لوبډلې له ټاکل شویو پنځو لوبو څلور لوبې کړې چې څلور واړه یې بایللې دي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

امو نهنګانو لوبډلې له ټاکل شویو پنځو لوبو څلور لوبې کړې چې څلور واړه یې بایللې دي.

د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزه لیګ لومړی پړاو لوبې وروستي پړاو ته نږدې کېدونکې دي چې د شپږو لوبډلو له وتلو سره به څلور لوبډلې دویم پړاو ته لار ومومي او دوه لوبډلې به د لیګ له دویم پړاوه بهر شي.

په سږنۍ شپږیزه لیګ کې شپږ لوبډلې "بندامیر، کابلبازان، میس عینک، سپین غر، بوست ساتونکي او امو نهنګان" برخه لري.

د شپږیزې لیګ په لومړي پړاو کې ټولټال ۱۵ لوبې تر سره کېږي چې ۱۲ لوبې تر سره شوې، ۱۳مه لوبه یې د سپین غر او میس عینک لوبډلو ترمنځ او څوارلسمه لوبه به یې نن د سپټمبر ۱۷مه له غرمې وروسته د امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشي.

په ۱۳مه لوبه کې سپین غر لوبډلې توپوهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې ۱۳۱ مندې هدف ور کړ.

خو میس عینک وګټله او سپین غر له لوبو بهر شوه.

سپین غر لوبډله له دویم پړاوه بهر شوې خو که بند امیر لوبډله د یکشنبئ او دوشنبې ورځې دواړه وبایلي نو بیا بندامیر له دویم پړاوه بهر کېږي او سپین غر به بېرته دویم پړاو ته لار وموي چې دا ډېر کمزوری احتمال برېښي

سبا د سپټمبر ۱۸مه د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د کابلبازانو او بندامیر لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي.

د ویډیو تشریح،

سپین غر لوبډلې لوبډلې ټولټال پنځه لوبې وکړې چې له ډلې یې ۳ وبایللې او دوه یې وګټلې دي

که څه هم لا د لوبې د وروستي پړاو پای ته دوه لوبې پاتې دي، خو د امو نهنګانو لوبډله وار له مخه دویم پړاو ته له تللو غورځېدلې ده.

امو نهنګانو لوبډلې له ټاکل شویو پنځو لوبو څلور لوبې کړې چې څلور واړه یې بایللې دي.

د شپږیزې له دویم پړاوه د بلې بهرېدونکې لوبډلې په اړه وړاندوینه سخته ده، خو که سپین غر لوبډله خپله نننۍ لوبه وګټي امو نهنګان او بوست ساتونکي به د شپږیزه لیګ له دویم پړاو سیالیو بهر شي.

دویم پړاو څنګه تر سره کېږي؟

د شپږیزې لیګ دویم پړاو ته له شپږو لوبډلو څلور (الف، ب، ج او د) لوبډلې لار مومي.

هغه دوه لوبډلې چې په ډېرو امتیازونو یې دویم پړاو ته لار موندلې، په خپلو کې لوبه کوي چې ګټونکې هغه به یې نېغ په نېغه پایلوبې ته لار ومومي او ماتې شوې لوبډله به یي د دوو نورو لوبډلو له ګټونکې هغې سره د لوبې بله موکه هم لري.

هغه دوه لوبډلې چې په نسبتاً کم امتیاز یې دویم پړاو ته لار موندلې په خپلو کې لوبه کوي، بایلونکې یې له پایلوبې بهر کېږي او ګټونکې به یې له ټاپ ماتې شوې لوبډلې سره لوبه وکړي چې د دې دواړو لوبډلو له منځه ګټونکې هغه به یې پایلوبې ته لار پیدا او له هغې لوبډلې سره به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي چې وار له مخه یې پایلوبې ته لار موندلې ده.

د شپږېزې لوبډلې پایلوبې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۲مه تر سره شي.

د عکس تشریح،

سږکال په دې سیالیو کې بهرنیو لوبغاړو هم ګډون کړی دی.