د راشد ارمان او اصغر ستانکزي د لوبډلو ترمنځ سیالي پیل شوه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
راشد خان: د شپږیزې اتلولي زموږ ده

د شپږیزه لیګ سیالۍ په لړ کې د راشد ارمان او اصغر ستانکزي لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

پچه د اصغر ستانکزي لوبډلې کابل بازانو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

راشد خان چې د بند امیر ښامارانو لوبډلې کپتان دی بي بي سي ته وویل اټکل ګران دی، خو د خپلې لوبډلې لوبې ته چې ګورم دا او پایلوبه به ګټو.

دا د شپږیزه لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه ده.

د کابلبازانو او بندامیر لوبډلو څلور- څلور لوبې کړي چې دواړو یوه یوه لوبه بایللي ده.

دواړه لوبډلې به د روانې لوبې د ګټلو لپاره سخته سیالي وکړي، ځکه هره لوبډله چې دا لوبه وګټي د دویم پړاو د دوه مخکښو لوبډلو ته لاره پیدا کوي.

راشد ارمان وايي دا لوبه هم ګټي او پایلوبه هم د انځور حقوق Getty Images
Image caption راشد ارمان وايي دا لوبه هم ګټي او پایلوبه هم

د لوبډلو مشران اصغر ستانکزی چې د افغان ملي کرېکټ لوبډلې مشر دی او راشد خان ارمان چې د دې لوبډلې مرستیال دی پیل شوې ده.

دواړه لوبډلې به د روانې لوبې د ګټلو لپاره سخته سیالي وکړي، ځکه هره لوبډله چې دا لوبه وګټي د دویم پړاو د دوه مخکښو لوبډلو ته لاره پیدا کوي.

دویم پړاو څنګه تر سره کېږي؟

هغه دوه لوبډلې چې په ډېرو امتیازونو یې دویم پړاو ته لاره موندلې، په خپلو کې لوبه کوي چې ګټونکې هغه به یې نېغ په نېغه پایلوبې ته لار ومومي او ماتې شوې لوبډله به یي د دوو نورو لوبډلو له ګټونکې هغې سره د لوبې بله موکه هم لري.

هغه دوه لوبډلې چې په نسبتاً کمو امتیازونو یې دویم پړاو ته لار موندلې په خپلو کې لوبه کوي، بایلونکې یې له پایلوبې بهر کېږي او ګټونکې به یې له ټاپ ماتې شوې لوبډلې سره لوبه وکړي چې د دې دواړو لوبډلو له منځه ګټونکې هغه به یې پایلوبې ته لار پیدا او له هغې لوبډلې سره به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي چې وار له مخه یې پایلوبې ته لار موندلې ده.

د شپږېزې لوبډلې پایلوبه به د راتلونکې جمعې د سپټمبر په ۲۲مه تر سره شي.