افغان ولسمشر د اولمپیک کمېټې د ټاکنو حکم وکړ

د انځور حقوق Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اولمپیک لپاره د موازي کمېټو د لغوه کولو او د اولمپیک نړیوالې کمېټې په څارنه د دغې کمېټې د مشرتابه لپاره د ټاکنو حکم کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر د اعلامیې له مخې د ولسمشر حکم درې مادې لري.

په لومړۍ ماده کې د اشرف غني له خولې ویل شوي چې ټاکنې باید رڼې او له اصولو سره سمې ترسره شي.

"د ملي اولمپیک کمېټه اړه ده چې ژر تر ژره او د اسیايي او نړیوالې اولمپیک کمېټې د منشور او د بدني روزنې او سپورت د لوی ریاست د کورنیو مقرراتو له مخې د نوي مشر لپاره ټاکنې ترسره کړي".

* په افغانستان کې د سپورتي خبريالانو فدراسيون جوړ شو

* افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو لپاره برازیل ته ولاړل

د دغه حکم له صادرېدو سره سم د المپیک موازې ادارې لغوه بلل کیږي او هغه ټاکنې چې وړاندې تر دې د نړیوالې څارنې پرته ترسره شوي د باور وړ نه دي.

وړاندې تر دې د افغانستان المپیک دوه موازې کمیټې لرلې. چې یوې یې ځان نړیوال او بلې ملي ګاڼه. یواځې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې محمود حنیف په ناڅاپي ټاکنو کې ځان د المپیک کمیټې ریس اعلان کړ. خو تر ډېره یې رسمي بڼه خپله نه کړه.

له دې حکم دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د اولمپیک کمیټې مشر جنرال ظاهر اغبر د پوځي امتیازونو له خوندي ساتلو سره د جرمني په مونشن ښار کې جنرال قونسل وټاکه.

د انځور حقوق FB
Image caption ظاهر اغبر چې څو ورځې وړاندې جرمني کې سرکونسل وټاکل شو.

تېره میاشت ولسمشر غني په ترکمنستان کې د اسیا اولمپیک کمیټې له مشر سره د افغانستان پر اولمپیک خبرې کړې وې.

په دې خبرو کې افغان لوري ته خبرداری ورکړل شوی وو چې که د ورزش برخې د ودې لپاره کار ونه کړي او سیاسي لاسوهنې پکې دوام وکړي، ښايي په سیالیو کې د افغانستان ګډون وځنډوي.

دې کمېټې د دوه ګونو یا موازي ادارو د له منځه وړولو لپاره افغانستان ته دوه میاشتې وخت هم ورکړی و.

افغانستان په ۱۹۳۶ کال کې د المپیک نړیوالې کمیټې غړیتوب ترلاسه کړ چې د آسیا په کچه دریم هېواد وو. وړاندې تر افغانستانه یواځې جاپان او فلیپین د المپیک نړیوالې کمیټې غړیتوب ترلاسه کړی وو

ورته مطالب