کرېکټ: پاکستان د ۲۰ اووریزو درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړی

پاکستان لوبډله د انځور حقوق Getty Images

پاکستان کرېکټ لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا ای سي سي د نارینه وو شل اوریزو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې لومړی ځل لومړی ځای خپل کړی دی.

پاکستان لوبډله دغه درجه بندۍ ۱۲۴ پواینټونه لري او دویم ځای د نیوزلنډ لوبډلې ته ورکړل شوی، چې د پواینټونو شمېر یې ۱۲۱ دی.

افغان لوبډله دغه درجه بندۍ کې له ۸۶ پواینټونو سره نهم ځای لري.

د شل اوریزو سیالیو د توپ وهونکو درجه بندۍ کې د افغانستان محمد شهزاد ته لسم ځای ورکړل شوی او د بالرانو یا توپ اچوونکو په نوملړ کې محمد راشد ارمان درېیم ځای خپل کړی دی.

افغانستان ۲۵ لوبې کړې او له بنګله دېش، زمبابوې، سکاټلنډ او متحده عربي اماراتو مخکې دی.

د شل اوریزو سیالیو د بالرانو کتار لومړي سر کې د هندي لوبغاړي جسپریت بومراه نوم راغلی او دغه راز د بېټسمینانو کتار کې هم لومړي ځای هندي بېټسمین ویرات کوهلې نیولی دی.

۲۰ اووريزو لوبو کې افغانستان تر زمبابوې او بنګله دېش مخکې دی

نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

د چهارشنبې ورځې تر سهاره دغه درجه بندۍ کې لومړی ځای نیوزلنډ درلود، خو هند لوبډلې د درېیو شل اوریزو سیالیو په لومړۍ هغه کې نیوزلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او ورسره د پاکستان پواینټونه ډېر شول.

پاکستان لوبډلې دا وروستیو کې سریلانکا لوبډلې ته د صفر مقابل کې د درېیو سیالیو په ګټلو ماتې ورکړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان محمد راشد ارمان د بالرانو کتار کې درېیم ځای موندلی

پاکستان لومړی ځل د شل اوریزو سیالیو درجه بندۍ کې لومړی ځای خپلوي. تېر کال د پاکستان ټیسټ کرېکټ لوبډلې دغه درجه بندۍ کې لومړی ځای ګټلی و.

۲۰۰۳ کال کې د ای سي سي له لوري د دغې درجه بندۍ له پیلولو وروسته پاکستان ټیسټ لوبډله لومړی ځل لومړي مقام ته رسېدلې وه.