ظاهر خان: بنګله دېش لیګ کې زما ګ‌‌‌‌‌‌ډون د راشد خان له برکته دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ظاهر خان: بنګله دېش لیګ کې زما ګډون د راشد خان له برکته دی

سبا شنبه د بنګله دېش شل اوریزې لیګ سیالۍ پیلیږي چې پنځه افغان لوبغاړي هم پکې برخه اخلي. دا پنځم کال دی چې بنګله دیش دغه سیالۍ کوي. تېر کال ډاکې دغه اتلولۍ ګټلې وې.

په افغان لوبغاړو کې، راشد خان، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ او ظاهر خان دا ځل په درېیو لوبډلو کې ځای شوي دي.

دا به د ظاهر خان لومړنی ځل وي چې په یوه بهرني لیګ کې برخه اخلي.

ظاهر خان پکتین چې سږ کال د افغانستان په شپږیزه سیالیو کې هم ښه وځلېد په چپ لاس ورو توپ اچوي چې په توپ اچونه کې یې د خپل ځانګړي انداز له امله د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.

نوموړی د هغو افغان کرېکټ لوبغاړو له ډلې دی د بنګله دېش د غوره لیګ په پنځم پړاو کې پېرل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې ظاهرخان پکتین په بهرني نړیوال لیګ کې د لوبېدو چانس تر لاسه کوي.

د بي بي سي ایمل پسرلی ترې وپوښټل چې اندېښمن دی که ورته خوښ دی؟