کندهار کې د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ شو

.
Image caption دا په کندهار کې لومړی، خو د افغانستان په کچه درېیم معیاري لوبغالی دی

د افغانستان په سوېل کندهار کې پر شل جریبه ځمکه د کرېکټ معیاري لوبغالی جوړ او ګټنې اخیستې ته چمتو شوی دی.

دغه لوبغالی د کندهار په عینو مينه کې دی، په جوړولو یې ۷۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی چې د هندوستان هېواد له خوا ور کړل شوی دی.

دا په کندهار لومړنی خو د افغانستان په کچه د کرېکټ له درېوو لویو معیاري لوبغالو څخه یو دی.

د دغه لوبغالي لپاره د عینو مېنې له خوا ۴۰ جریبه ځمکه په واک کې ورکول شوې ده.

په دغو لوبغالي کې د لوبغاړو لپاره کوچنی ناستځی (پویلین) او په یوه څنډه کې د ننداره کوونکو لپاره سیمټي څوکۍ جوړې شوي، خو په نورو درېوو خواوو کې یې د ناستې ځای په پام کې نه دی نیول شوی.

په کندهار کې د کرېکټ ادارې مشر مسعود رحماني وایي، د لوبغالي بنسټ د راتلونکي پر مختیایې پلان په نظر کې نیولو سره اېښودل شوی دی.

Image caption د لوبغالي په یوه خوا کې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای په پام کې نیول شوی

ښاغلي رحماني تمه ښيي چې پر دغه لوبغالي به هر کال د افغانستان د کرېکټ بورډ ا دارې له خوا پرمختیایې پروژې پلي شي.

په پیل کې ویل کېدل چې هندوستان به پر دغه لوبغالي څه باندې یو میلیون امریکایې ډالره ولګوي، خو د پروژې ځنډ او نورو ستونزو دغه لګښت ۷۰۰ زره ډالرو ته راټیټ کړی دی.

په کندهار کي د نوي لوبغالي له جوړېدو سره سم په دغه ولایت کې د کرېکټ د لسو غوره لوبډلو تر منځ سیالۍ هم پیل شوې دي.

د کرېکټ بورډ چارواکي وایې ، دغه سیالۍ به یوه میاشت دوام وکړي او ګټونکي لوبډله به د یوه کلب په څیر د زون په کچه له نورو ولایتونو سره سیالۍ ترسره کړي .

که څه هم په کندهار د کرېکټ لوبي سره مینه بې سارې ده، خو په دغه ولایت کي لا هم د دغه لوبي د زده کړې اکاډمۍ او روزونکي نه شته.

Image caption دا په کندهار کې لومړی، خو د افغانستان په کچه درېیم معیاري لوبغالی دی

اړونده مطالب

ورته مطالب