سربيا کې افغان او پاکستاني کډوالو کرېکټ ليګ جوړ کړی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سربيا کې افغان او پاکستاني کډوالو کرېکټ ليګ جوړ کړی

ډېرو ټولنو کې لوبې او سپورټ د خلکو ترمنځ تړاو جوړوي. سربيا کې هم همداسې کيسه ده، چې د پنا غوښتونکو يو مرکز اوسېدونکو په کې د کرېکېټ خپل ليګ جوړ کړی دی.

د نارينه وو دې کمپ ډېری استوګن د افغانستان او پاکستان دي. کرېکټ هلته د يو مثبت چاپېريال جوړولو، او هم يې د اوبرېنواچ سيمه کې له ځايي خلکو سره د دغه پناغوښتونکو د اړيکو ښه والي کې مرسته کړې ده.

اړونده مطالب