ږيرور کرېکټر: مسلمانان ټول بد خلک نه دي

اشیز سریز کې به د ډېرو سترګې پر (ږیرور چې خلک ترې ویریږي) معین علي وي.

دغه نږدې ۳۰ کلن په اسټرلیا کې د انګلستان لپاره مهم لوبغاړی دی، خو که پایله هر څه وي دی به د اسیايي انګرېزانو لپاره یوه بېلګه وي.

د برمنګهم دغه مسلمان الراونډر وایي دی غواړي له خپل موقف څخه په استفادې د هرې عقیدې خلک وهڅوي.

دی وایي: ''زه غواړم خلک ما ته وګوري او ووایي مسلمانان ټول بد خلک نه دي. ''

Image caption معین علي د انګلستان د کریکټ لوبډله

د بي بي سي نیوزبیټ او اسیايي شبکې په یوه ډاکومنټرۍ کې معین علي د یوه مسلمان په توګه د انګلستان لپاره لوبدېدلو په هکله خبرې کوي چې د ده دین د خلکو د خبرو موضوع وګرځېده.

د دغه ۳۰ کلن عقیده په دې معنا ده چې دی به له الکولو سره ونه وینئ، د انګلستان له بریا وروسته د شرابو په بادولو کې به دی ګډون ونه کړي:

''د خلکو په ذهنونو کې په دې هکله ډېرې منفي خبرې دي. زه هیله من یم چې د بېلابېلو عقیدو خلک وهڅوم او ویې پوهوم چې له هغه څه چې دوی غواړي له عملي کولو یې باید ونه وېرېږي. توپیر نه لري چې تاسو کرکټ کوئ، یا سپورټ کوئ یا بل څه کوئ. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption معین علي د انګلستان لپاره ۴۰ پنځه ورځنۍ لوبې کړې.

معین د اسیایي انګرېزانو له څو د ګوتو په شمېر څخه دی چې د انګلستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لپاره لوبېږي. د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې دی د تاریخ جوړولو برخه وګرځېد چې په ټسټ لوبه کې په راجکوټ کې له هند سره لوبې ته انتخاب شو.

د انګلستان په لوبډله کې عدیل رشید، حسیب حمید او ظفر انصاري وو، دا لومړی ځل و چې د انګلستان په لوبډله کې په یوه وخت څلور اسیایي انګرېزان لوبېدل.

دا د انګلستان په کرکټ کې یوه لویه شېبه وه. خو یو کال وروسته له اسټرلیا سره د لوبې لپاره یوازې معین علي پاتې دی. د معین د کرکټ دغه بریا نایابه ده، که څه هم لوی شمېر اسیایان په انګلستان کې کرېکټ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption معین علي د لوبډلې له نورو لوبغاړو سره.

ځینې شمېرې ښيي چې ۴۰ سلنه د سات تېرۍ کرکټ اسیایي انګرېزان کوي، خو یوازې ۴ سلنه یې مسلکي کرېکټ ته ځي:

''د ۱۳ او ۱۵ کلنۍ تر منځ زما پلار وویل له ښوونځي وروسته د دوو کلونو لپاره ماته وخت راکړه، بیا چې څه غواړې کولای شې.

''زما په یاد دي چي پلار به مې لوبو ته بیولم. ده به ټوله شپه ټکسي چلوله، د سهار په شپږو بجو به راغی او په نهو بجو به یې زه لوبې ته بوتلم. ده خپل ټول ژوند زما له کرېکټ قرباني کړ. ''

د انځور حقوق Getty Images

دغه ۳۰ کلن منلې چې دی کرېکټ کې وړاندې راغلی، ده ډېر اسیایي انګرېزان لیدلي چې د خپل مور پلار لخوا ورته ویل شوي چې د خپلو خوښو او هیلو خلاف خپل سبق ته پام واړوي.

''کله چې رالوی شوم له ډېرو خلکو سره مې لوبه کړې، دوی به ویل چې زه دا نشم کولای او باید کار وکړم او یا سبق ووایم. خو زما لپاره دا له سرتېرول وو، ما فکر کاوه چې که خواري وکړم، که له نورو ډېرې منډې جوړې کړم او ویکټې واخلم، نو کولای شم. ''

ورته مطالب