دوو سلیزو افغان لوبډله پر اماراتو برلاسې کړه

دوو سلیزو افغان لوبډله پر اماراتو برلاسې کړه د انځور حقوق ACB
Image caption که افغانستان په دې لوبه کې بری وموند نو د لویو وچو دا اتلولۍ به هم وګټي.

احسان الله جنت او رحمت شاه د افغانستان له لورې سلیزې وکړې او متحد عرب امارات یې د دې څلور ورځنۍ ورځ په لومړنۍ هغې له سرخوږي سره مخامخ کړل.

افغان کپتان اصغر ستانکزي ته د دې لوبې یوازې پیل ښه نه و چې هغه هم ده عادي وباله.

پچه د اماراتو کپتان وګټله او افغان لوبډله یې منډو ته وبلله.

په داسې میدان چې د عربو تاوده لمر پکې بالرانو ته ډېر څه نه وي پراېښي یوازې سهار داسې وخت وي چې منډه جوړونکي پکې له ستونزو سره مخامخېدی شي.

خو اصغر ستانکزي د پچې تر بایللو وروسته وویل لومړي یا دویم بېټنګ کوم لوی توپير نه لري.

افغانستان د پيل لوبغاړی جاوید احمدي، چې په تېره لوبه کې یې له هانګ کانګ سره سلیزه کړې وه، ژر له لاسه ورکړ.

خو احسان جنت او رحمت شاه د ۱۹۴ منډو ملګرتیا وکړه او ورسره یې د اماراتو د بالېنګ هیلې له خاورو سره خاورې کړې.

رحمت شاه د خپلو ښکلیو او کتابي شارټونو په مټ تر احسان الله جنت وړاندې سلیزه بشپړه کړه.

خو له سلیزې سره سم وسوځېد.

له احسان الله جنت سر اصغر منډو ته راغی. احسان الله جنت هم بې له کومې ستونزې سلیزه بشپړه کړه او له ۱۲۴ منډو وروسته په داسې کېچ وسوځېد چې ښايي په لسو ځلونو کې یې یو وار بالر پر خپل بال ونیولی شي.

اصغر د ورځ په پای کې پنځوسیزه بشپړه کړه او ناصر جمال هم د پای څو توپونه ولوبول.

افغانستان اوس ۳۲۱ منډې لري او یوازې درې لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

په دویمه ورځ به افغانستان ښايي یو نیم یا ۲۰۰ نورو منډو ته په تمه وي چې په ښه سرعت یې هم ترلاسه کړي.

د انځور حقوق ACB

راشد خان، ظاهر خان، محمد نبي، دولت ځدراڼ او یامین احمدزی به د اماراتي بالرانو په پرتله ښايي پر دې میدان ډېر وځلېږي.

که افغانستان په دې لوبه کې بری وموند او یا یې داسې مساوي ختمه کړه چې په اول نمبر کې یې تر اماراتو ډېرې منډې ولرلې نو د لویو وچو دا اتلولۍ به هم وګټي.

په دویم مقام کې ایرلنډ داسې ښکاري چې له سکاټلنډ سره لوبه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

هغوی یوازې ۲۵۱ منډې وکولای شوې.

د اتو هېوادونو په دغو سیالیو کې دا وروستۍ لوبې دي.

په لومړیو شپږو لوبو کې افغانستان په پنځو بریو او یوې مساوي لوبې ټول ۱۰۱ پواینټونه لري خو ایرلنډ یوازې ۸۹ پواینټونه موندلي دي.

اړونده مطالب