محمد صلاح ته د بي بي سي د۲۰۱۷ کال غوره لوبغاړی جایزه

محمد صلاح د انځور حقوق Getty Images
Image caption محمد صلاح تر اوسه خپلې لوبډلې ته ۱۳ ګوله کړي

مصري او د لیورپول فوټبال لوبغاړي محمد صلاح ته د ۲۰۱۷ کال لپاره د بي بي سي د غوره افریقايي لوبغاړي جایزه ورکړل شوې ده.

صلاح د ګابون تر پییر امریک اوباماینګ او د ګیني تر نابي کیتا، سنیګالي سادیو ماني او نایجریايي ویکتور موزیس مخکې شوی دی.

۲۵ کلن صلاح د بي بي سي سپورتي برخې ته ویلي: "ددې جایزې په ګټلو ډېر زیات خوښ یم."

دی زیاتوي: "د جایزې ګتل تل یو ډول ځانګړی احساس سړي ته ورکوي. سړی داسې انګیري چې په کال کې یې یو غوره کار کړی، نو زه زښت زیات خوشحاله یم. غواړم راتلونکی کال هم دا جایزه وګټم."

محمد صلاح تر اوسه ۱۳ ګوله کړي، چې خپل هېواد او لوبډلې ته یې لویې لاسته راوړنې بلل شوې دي.

محمد شهزاد ایسوسیټیډ درجه کې د کال غوره لوبغاړی

رګبي: د نوي زيلاند ډان کارټر د کال غوره لوبغاړی شو

انډې مري د ۲۰۱۶ کال غوره لوبغاړی شو

کریسټیانو رونالډو د کال غوره لوبغاړی شو

هغه افریقايي لوبغاړي چې د بي بي سي د کال غوره لوبغاړي جایزې یې ګتلې
2016 رياض محرز (الجزایر لوبډله او ليسټر انګلیسي لوبډله)
2015 يايا توري (د عاج ساحل لوبډله او انګلیسي مانچسټر سیټي لوبډله)
2014 ياسين ابراهيمي (الجزایر لوبډله پرتګالي پورتو لوبډله)
2013 يايا توري (د عاج ساحل لوبډله او انګلیسي مانچسټر سیټي لوبډله)
2012 كريس كاتونګو (زامبیا لوبډله او هینان کانسټرکشن چینايي لوبډله)
2011 اندريه ايو (ګانايي لوبډله او فرانسوي مرسیلیا لوبډله)
2010 اساموا ګيان (د ګانا لوبډله، انګلیسي سنډرلېنډ لوبډله)
2009 ديديه دروګبا (عاج ساحل لوبډله او چیلسي انګلیسي لوبډله)
2008 محمد ابو تريكه (مصري لوبډله)
2007 ايمانويل ادوبايور (توګو او انګلیسي ارسنال لوبډلې)
2006 مايكا ايسين (ګانا لوبډله او انګلیسي چیلسي لوبډله)
2005 محمد بركات (مصري لوبډله)
2004 جاي جاي اوكوتچا (نایجریا لوبډله او بولټون انګلیسي لوبډله)
2003 جې جې اوكوتچا (نایجریا لوبډله او پلوټون انګلیسي لوبډله)
2002 الحجي ضيوف (سنیګال لوبډله او لیورپول انګلیسي لوبډله)
2001 سامي كافور (ګانا لوبډله او بایرن میونیخ جرمنۍ لوبډله)
2000 پاتريك مبوما (کامیرون لوبډله او پارما ایټالیايي لوبډله)

وړاندې صلاح - چې چټک فوټبال برید کوونکی ګڼل کېږي، د فرعونیانو لوبډله له ۱۹۹۰ کال راهیسې په لومړي ځل د اوو ګولونو په کولو سره بریا ته رسولې ده.

صلاح درېیم مصری لوبغاړی دی چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د بي بي سي د غوره لوبغاړي جایزه ګټي. دی وايي: "غواړم تر ټولو غوره افریقايي لوبغاړی شم، همدا ده چې په جدیت او بې ستړیا هڅه کوم."

نوموړی زیاتوي: "غواړم خپله لار تعقیب کړم او له ټولو مصریانو هم غواړم زما لار ونیسي".

هغه بي بي سي ته ویلي: "غواړم لیورپول کې له خپلو ملګرو مننه وکړم."

تر صلاح وړاندې په ۲۰۰۵ کال مصری لوبغاړی محمد برکات او بیا وروسته په ۲۰۰۸ کال محمد ابو تریکه د بي بي سي د غوره افریقايي لوبغاړو جایزې ګټلې وې.

اړونده مطالب

ورته مطالب