د کرېکټ تاریخ کې تل پاتې شاهکار یادګارونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اپریدي په ۲۰ اوریزو کې ۷۳ او ټیسټ لوبو کې ۵۲ شپږیزې وهلې دي.

د کرېکټ لوبه کې د توپ وهونکو یا بېټسمینانو د نومونو یو اوږد لیست وینو، چې دغه لوبه کې یې تاریخي کارنامې کړې دي. دغه لیست کې له سر ګېري سوبرز نه نیولې تر ویراټ کوهلې پورې داسې اتلان شته، چې توپ اچوونکي یې اکثر وارخطا کړي دي.

د دغه لیست ډېر لوبغاړي داسې دي، چې د لوبې ډګر ته له ننوتو سره سم به یې د میدان یوه بل لور ته د توپ شړل پیلول. دوی ته اچول شوی توپ به پر ځمکه نه لګېده.

شاهد اپریدی او کریس ګیل اوس هم داسې لوبغاړي بلل کېږي، چې د مټو زور یې لا پاتې دی. کریس ګیل بنګله دېش کې دا وروستیو کې یو ځل بیا ثابته کړه، چې لا هم د میدان اتل دی.

ګیري سوبرز د تاریخ لومړنی شپږیزه وهونکی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سر ګېري سوبرز د کرېکټ له هغو الراونډر لوبغاړو یو بلل کېږي، چې تاریخي کارنامې یې کړې

د ویسټ انډیز سر ګېري سوبرز د کرېکټ تاریخ لومړنی لوبغاړی دی، چې د یوه اوور په هر توپ یې شپږیزه وهلې. سوبرز ۱۹۶۸ کال کې د برتانیا سوانسي کاونټي لوبغالي کې د ګلیمورګن لوبډلې مقابل کې ولاړ و او د نوټنګم شایر لوبډلمشري یې کوله.

کیڼ لاسي مالکم نېش ورته توپ اچوونه کوله او سوبرز یې د اوور هر توپ له میدانه بهر شاړه.

دغه توپ بیا وروسته ۲۰۰۶ کال کې ۲۶ زره څلور سره پاونډو بلد کې لیلام شو، چې د ګېري سوبرز ګوزارونه یې خوړلي وو. ځینو خو لا شک کاوه، چې ګواکې دا هغه توپ نه دی، چې ګېري سوبرز څيرلی و.

برشیل ګبز: د نړیوال جام شپږیزې

د انځور حقوق AFP
Image caption برشیل ګبز د نړیوال جام سیالیو په یوه لوبه کې په یوه اوور کې شپږ ځله شپیزې وهلو ریکارډ جوړ کړ.

کاونټي سیالیو یا نورو نړیوالو لوبو کې شپږیزې وهل کېدې، خو د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام سیالیو کې د سویلي افریقا برشیل ګبز دا کارنه هم وکړه، چې د هالنډ سپینر ډان وان بنج د ۳۰ ټول اوور شپږ توپونه یې له لوبغالي بهر کړل. ګبز د میدان هر لور ته په ډېرې بې رحمۍ د بنج توپونه وشړل.

د هند له روسي شاستري او د ویسټ انډیز له ګېري سوبرز وروسته ګبز دریم لوبغاړی و، چې یوه اوور کې د شپږو شپږیزو ریکارډ ته ورسېد. مخکنیو دواړو لوبغاړو لومړۍ درجه کرېکټ کې دغه هدف ته رسېدلي وو، خو ګبز نړیوال جام سیالیو کې دغسې ریکارډ جوړ کړ.

شل اوریزو سیالیو کې لومړی ځل د یوراج شپږیزې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېڅ یو بالر هغه مهال خطرناک نه بلل کېږي، چې یوراج سینګ مخامخ ورته ولاړ وي. یوراج د خپل انداز او پیاوړتیا ټولګه بلل کېږي.

د هند یوراج سینګ لومړنی کرېکټ بلل کېږي، چې شل اووریز کرېکټ کې دغه کارنه تر لاسه کړه. له انګلستان سره سیالي کې سټېوارټ براډ خپل اوور کې یوراج سینګ ته توپ اچاوه او نوموړي یې په ټول قوت سره توپ له باونډري بهر ته شاړه.

دا د لوبې ۱۹ اوور و او سټېوارټ خوارکي هڅه کوله یوراج ته تر ټولو چټک توپ واچوي، خو سینګ به په سړه سینه بله له توپه لاندې کړه او له میدانه به یې بهر کړ.

جاوید میانداد د شارجې اتل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاوید میانداد د خپل مهال له ډېرو ځيرکو توپ وهونکو یو بلل کېده.

د ۱۹۸۶ کال د اپریل پر ۱۸ پاکستاني لوبغاړي جاوید میانداد د عربي اماراتو شارجه لوبغالي کې داسې شپږیزه ووهله، چې د هند او پاکستان کرېکټ مینه وال به یې تر ډېره یاد لري.

د استرالیشیا جام پایلوبه کې د بریا لپاره پاکستان څلورو منډو ته اړتیا درلوده، هندی فاسټ بالر چیتن شرما میانداد ته مخامخ ولاړ و. میانداد ځغلند نظر پر میدان وچاواه او کله چې چیتن شرما توپ ورته وکړ، د شپږیزې لپاره یې له میدانه بهر کړ.

وریندر سهواګ: شپږیزه به زه وهم، ننداره یې کوه

د انځور حقوق Getty Images

وریندر سیهواګ لومړنی هندی بېټسمین دی، چې ټرمپل سنچرې یا درې سلیزې یې په یوه لوبه کې جوړې کړې. سیهواګ د پاکستاني ثقلین مشتاق پر وړاندې شپږیزې وهلو سره خپله دریېمه سلیزه بشپړه کړه.

۲۰۱۴ کال کې له ال اوټ نومې مجلې سره خبرو کې سیهواګ وویل، ۲۹۵ منډې مې جوړې وې، ملګري لوبغاړي سچن ټنډولکر ته مې وویل، توپ سوکه راغی او که چټک، بهر ورته وځم او زورور ګوزار ورکوم، هماغسې یې وکړل او د تاریخ تر ټولو چټکې درې سلیزې یې بشپړې کړې.

له هغې لوبې درې کاله وروسته د سویلي افریقا خلاف لوبه کې هم سیهواګ درې سلیزې جوړې کړې، چې تر اوسه د کرېکټ تاریخ تر ټولو چټکې درې سلیزې بلل کېږي.

شاهد اپریدی چې د بالرانو وار پار خطا کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهد اپریدي به میدان ته له رسېدو سره سم شپږیزې وهل پیل کړل

شاهد اپریدی د کرېکټ نړۍ هغه لوبغاړی دی، چې یوه ورځنۍ لوبو کې یې تر ټولو ډېرې شپږیزې وهلې دي. شاهد اپریدي یوه ورځنیو لوبو کې ۳۵۱ شپږیزې وهلې دي، دغه شمېر د هغه لوبغاړي له شپږیزو چې دویم ځای لري، ۸۱ ډېر دی.

اپریدي دغه راز په ۲۰ اوریزو کې ۷۳ او ټیسټ لوبو کې ۵۲ شپږیزې وهلې دي. د کرېکټ ټولو فارمیټونو کې د شاهد اپریدي د شپږیزو ټولټال شمېر ۴۷۶ ته رسېږي، چې ښايي له بل هر بېټسمینه ډېر دی.

د شاهد ډېرې شپږیزې به د خلکو یاد وي، خو ما ته یې د ملبرن لوبغالي هغه شپږیزه راپه زړه کېږي، چې بدل کې یې ۱۲ منډې ورکړل شوې وې. هغه لوبغالي چت درلود او پرېکړه داسې شوې وه، چې هر بېټسمین توپ دغه چت ته ورسوي، ۱۲ منډې به ورکول کېږي.

څرګنده ده له اپریدي پرته دا کارنامه چا کولای شوای. لوبڅار بولډر عجبه اشاره ورکړې وه. هغه د دواړو لاسونو مړوندونه سره یو ځای کړل او د کراس علامه یې جوړه کړه، مانا یې دا وه، چې ۱۲ منډې یا ښايي دا چې 'دا څه کوې، ویې نیسئ. '

نندارچیانو ډېر خندلي وو. تر ټولو د اوږدې شپږیزې جوړولو ریکارډ هم اپریدي سره دی. هغه توپ ۱۵۸ متره لرې شړلی و.

د توپ دښمن کریس ګیل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرس گیل

د کریس ګیل پر ریکارډ یو ځغلند نظر واچوئ. شل اوریزو کې تر ټولو ډېرې ۱۸ شپږیزې. شل اوریزو کې تر ټولو ډېرې ۱۷۵ ناټ اوټ یا نا سوځېدلی منډې. شل اوریزو کې تر ټولو ډېرې یانې ۲۰ سلیزې او د همدې شل اوریزو تر ټولو چټکه سلیزه دا مانا چې د ۳۰ توپونو بدل کې ۱۰۰ منډې-کوم سیال یې وینې؟

او همدا کریس ګیل یوازینی لوبغاړی دی چې شل اوریزه کې یې سلیزه، یوه ورځنۍ کې دوې لسیزې او ټیسټ لوبه کې درې لسیزې جوړې کړې دي.

د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو کې کریس د شپږیزو خپل ریکارډ مات کړ. د رنګپور له لورې لوبه کې کریس ګیل د ۶۹ توپونو له لوبولو ورسته د ۱۸ شپږیزو په مرسته ۱۴۶ منډې جوړې کړې او لا هم سوځلی نه و.

کریس ګیل د ۲۰۱۳ کال هند غوره لیګ سیالیو کې د ۱۷ شپږیزو منډو خپل هدف مات کړی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب