نيوزيلېنډ کې د کرېکټ لوبې پر 'جایزې' نېوکې وشوې

. د انځور حقوق Getty Images

په نیوزیلینډ کې یو شرکت اعلان کړی که د یو ورځنيو یا شل اوريزه نړيوالو لوبو پر مهال د نندارچیانو له منځه چا د شپږيزې توپ په یوه لاس کېچ یا ونيو نو پنځوس زره ډالر انعام ورکول کېږي.

د توپ نیونې پر دغه جایزه یو شمېر کرېکټ لوبغاړو او مینه والو نیوکې کړې دي.

نيوکه کوونکي وايي، دې کار د لوبې ننداره کوونکو کورنيو او ماشومانو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

د دوی په خبره څوک يې چې د نيولو هڅه کوي، نو دې ته نه ګوري چې نور څوک به تر پښو لاندې کړي.

له نيوکه کوونکو يې يو هم د نيوزيلېنډ د کرېکټ ۲۷ کلن لوبغاړی جېمز نيشام هم دی.

هغه وړمه ورځ (2 جنوري) پرخپله توېټرپاڼه لیکلي چې د تېرې شپې لوبه کې یوه ډله کسان - چې نارنجي رنګه کميسونه يې اغوستي وو- د کورنیو او ماشومانو تر منځ د توپ د نيولو هڅه کوي.

هغه ویلي دغو کسانو ته باید ځانګړی ځای جوړ شي کنه نو څوک به ژوبل کړي.

د یوې دولتي ادارې او د بيرو شرکت چې د لوبو له تمويلوونکو دي، دا جایزه ټاکلې ده، خو خو شرط يې دا دی چې نندارچي باید نارنجي رنګه ځانګړی رسمي کميس اغوستی وي چې د یو ورځنيو او شل اوريزه نړيوالو لوبو پر مهال په ۲۵ ډالره پلورل کېږي.

د نيوزيلېنډ ملي لوبډلې ویلي چې د لوبو له تمويلوونکو سره د کرېکېټ د مينه والو د خونديتابه په اړه یوې غوڅې پرېکړې ته رسېدو او یوې ښې حل لارې د موندلو په اړه خبرې اترې کوي.

* ټنډولکر له کريکټ سره خدای په اماني وکړه

* نړېوال کريکټ ستورى: افغانستان ښه راتلونکى لري

* مسکو ميشتو افغانانو کريکټ لوبډله جوړه کړې

اړونده مطالب