هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيواله اتلولي وګټله

د انځور حقوق MARTY MELVILLE
Image caption د هند لوبډلې وکولی شوی ټاکلی هدف په ۳۸ اوورونو کې يوزاې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د ای سي سی له خوا د ۱۹ کلنو نړيوال جام سيالیو پايلوبه کې د هند لوبډلې استراليا ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۱۸ کال د اتلولۍ جام يې خپل کړ.

د لوبې پچه استراليا وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د استراليا ټول لوبغاړي په ۴۷ اوورونو کې د ۲۱۶ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او هند ته يې د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

د هند لوبډلې وکولی شوی ټاکلی هدف په ۳۸ اوورونو کې يوزاې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د استراليا لپاره جانتن مېرلو په ۱۰۲ توپونو ۷۶ منډې جوړې کړې، پر ده سربېره پرام اوپال په ۵۸ توپونو ۳۴ او جک اېډورډ په ۲۹ توپونو ۲۸ منډې وکړې.

د هند انکول رای، کلمېشن نګارکوټي، شېوا سېنګ او ېشان پورل دوې دوې وېکټې واخيستي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا څلورم ځل دی چې هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوالې اتلولۍ ګټي.

بله خوا د هند توپ وهونکي ښه وځېدل، منجوت کلرا په ۱۰۲ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د ده ترڅنګ هاروېک دېسايي د ۴۷ او شوبمن ګېل د ۳۱ منډو په جوړلو وتوانېدل.

دغه سيالي د نيوزيلنډ د تورانګا په بې اول لوبغالي کې ترسره شوې.

دا څلورم ځل دی چې هند د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوالې اتلولۍ ګټي.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سياليو کې افغانستان په لومړي ځل نيمه پايلوبې ته لاره ومونده او د لويو ټيمونو پر وړاندې يې ښه لوبه وکړه خو په نيمه پايلوبه کې يې استراليا ته وبايلله.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړيوال جام سيالۍ هره دوه کاله وروسته کېږي، ټاکل شوې را تلونکې سيالي په ۲۰۲۰ کال کې په جنوبي افريقا کې ترسره شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب