کرېکټ: د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوي پړاو سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

د انځور حقوق ACB
Image caption د کرېکټ ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوي پړاو سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

افغان کرېکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام د غوراوي سياليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د غوراوي پړاو په سياليو کې به د ۱۰ هېوادونو لوبډلې چې په دوو ګروپونو وېشل شوي ګډون کوي او په پايله کې به يې دوه لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د کړېکټ نړيوال جام ته لار وموي.

په الف ګروپ کې وېسټ انډیز، ایرلنډ، هالنډ، پاپوانیوګینې او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن ګټونکی هېواد راځي چې تر اوسه څرګند نه دی.

په بي ګروپ کې افغانستان، زمبابوې، سکاټلنډ، هانګ کانګ او د کرېکټ د نړیوالې شورا د دویم ډویژن د پایلوبې بایلونکی راځي.

داسې ښکاري چې افغانستان اسانه ګروپ کې دی.

د غوراوي په سیالیو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټول ټال ۳۴ لوبې کېږي، هره لوبډله به د خپل ګروپ هرې لوبډلې سره یوه لوبه کوي.

د هر ګروپ درې د سر لوبډلې به دویم پړاو ته لار مومي. هلته به د مقابل ګروپ له دريو لوبډلو سره بخت ازمويي.

هره لوبډله په لومړي پړاو کې د سیالو لوبډلو په وړاندې د بري پواینټونه هم دویم پړاو ته له ځان سره وړي.

د دویم پړاو په پای کې تر ټولو وړاندې دوه لوبډلې پایلوبې ته لار مومي چې هغوی بیا نړيوال جام کې د ګډون حق خپلوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان به ‍په بي ګروپ کې له کوربه زمبابوې سره مخامخ وي

د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام لپاره ټول ټال ۸۳ هېوادونو ان له ۲۰۱۳ کال راهیسې بخت ازمویه.

د افغانستان تېز توپ اچوونکی حميد حسن به په دغو سياليو کې نه وي. د افغان کرېکټ بورډ په وينا د حمید حسن په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او نوموړي ته د روغتیایي مسؤلینو له لوري د دريو اوونیو استراحت ورکړل شوی دی.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره کوي او دوه ورځې وروسته له زمبابوې سره مخامخېږي.

د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام کې افغانستان په لومړي ځل برخه اخیستې وه او هلته یې له سکاټلنډ څخه یوه لوبه هم ګټلې وه. خو د غوراوي په دغو سیالیو کې ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلڼد ښايي لوی سرخوږی ورته جوړ کړي.

ویسټ انډیز دوه ځله د کرېکټ نړيوال جام هم ګټلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او زېمبابوې د دوو شل اووريزو او پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي. ټاکل شوې لومړۍ شل اووريزه سيالي به نن (۵ فبروري) د افغانستان پر وخت ماسخوتن ۷:۳۰ پيل شي.

د افغان لوبډلې نوملړ

محمد شهزاد اصغر ستانکزی محمد نبي عيسی خېل شرف الدين اشرف
جاويد احمدي نجيب الله ځدراڼ ګلبدين نايب دولت ځدراڼ
احسان الله جنت سميع الله شينواری راشد خان ارمان محمد نبي عيسی خېل
رحمت شاه زرمتی ناصر جمال مجيب ځدراڼ شاپور ځدراڼ

احتياطي لوبغاړي:

کريم جنت افسر ځاځی فتاب عالم نور علي ځدراڼ

اړونده مطالب

ورته مطالب