د موبایل ډالۍ په محرومیت د ایراني چارواکو توند غبرګون

ایراني ورزشکاران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

پیونګ چانګ کې د ژمني اولمپیک سیالیو د مراسمو له پیلېدا څو ساعته وړاندې د اولمپیک نړیوالې کمېټې مرستیال مشر د بښنې لیک استول شوی.

په ژمني اولمپیک کې ګډون کوونکو ایراني ورزشکارانو ته د سامسنګ موبایل نه ډالۍ کولو په غبرګون کې د ژمني اولمپیک سمبالوونکې کمېټې له ایراني ورزشکارانو بښنه غوښتې ده.

رویټ‍رز او د فرانسې خبري اژانسونو ویلي، د پیونګ چانګ ژمني اولمپیک سیالیو د سمبالوونکې کمېټې مشر لي هي بیوم منلې ده چې د ایران ورزشي چارواکو ته یې د "رامنځ ته شوي ناسم پوهاوي" له کبله د بښنې لیک استولی.

ښاغلي لي دا لیک د ایران د ملي لوبډلې چارسمبالي ته پیونګ چانګ کې ویلي، چې سمبالوونکې کمېټه ایراني لوبغاړو ته د سامسنګ موبایل له نه ډالۍ کېدو بښنه غواړي.

دی وايي، دا پېښه "د اجراییوي ډلې د ننه د اړیکو برخه کې د ستونزو" له کبله رامنځ ته شوې.

ایراني ورزشکاران

د عکس سرچینه، Reuters

د ایران کورنیو خبري رسنیو د ۲۰۱‍۸ کال ژمني اولمپیک سیالیو سمبالوونکو د بښنې غوښتلو خبر خپور کړی دی.

د ایران محصلینو خبري اژانس ـ ایسنا ـ د ښاغلي لي پر لیک سربېره،‌ د اولمپیک د نړیوالې کمېټې د عمومي مرستیال مشر پر میرو هغه متن هم خپور کړی چې د ایران د اولمپیک ملي کمېټې مشر ته یې استولی دی.

ښاغلي میرو په خپل لیک کې وړاندیز کړی چې ددې مسلې د ارزونې په تړاو به راتلونکې کې د کمېټې د استازو او د ایران د ورزشکارو چارواکو ترمنځ‌یوه ناسته جوړه شي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ‌ (فبروري ۸مه) ایراني او د شمالي کوریا ورزشکارانو ته د سامسنګ شرکت له خوا د موبایلونو نه ورکولو په تړاو د ایران ورزشي او سیاسي توند غبرګونونه وښودل شول.

ځینو ایراني چارواکو تهران کې د جنوبي کوریا سفارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی او د ایران لوی څارنوال په ایران کې د سامسنګ د استازولۍ د مدیر احضارولو ګواښ او له دغه شرکته یې د "خسارې" غوښتنه کړې.

ایراني ورزشکاران

د عکس سرچینه، Getty Images