کرېکټ: د مجیب ځدراڼ له نړیوال ریکارډ سره پر زمبابوې د افغانستان بری

  • نورمحمد سعید
  • بي بي سي لندن
مجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وبلل کېږي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

مجیب ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وبلل کېږي

افغان اف سپنیر لوبغاړی مجیب ځدراڼ وتوانید له زمبابوې سره لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځوي او دې سره نوموړی د نړۍ تر ټولو کم عمره لوبغاړي ریکارډ په خپل نامه کړ، چې په یوه ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې تر لاسه کوي.

له دې مخکې دغه ۲۸ کلن ریکارډ د پاکستاني لوبغاړي وقار یونس په نامه و، خو د وقار یونس عمر د هغه ریکارډ جوړولو پر مهال ۱۸ کاله او ۱۶۴ ورځې و او د ځدراڼ عمر اوس ۱۶ کاله او ۳۲۵ ورځې دی.

مجیب د ۵۰ منډو ورکولو بدل کې د زمبابوې خلاف لوبه کې دغه ریکارډ د متحدو عربي اماراتو شارجه لوبغالي کې په خپل نامه کړ او وقاریونس هم همدې شارجه کې ۱۹۹۰ کال کې د سریلانکا خلاف لوبه کې ریکارډ جوړ کړی و.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نن 'جمعه ۱۶ فبرورۍ ' د یوې بریالۍ لوبې پایله کې له دوو ریکارډونو جوړولو سره سره له زمبابوې نه د پنځو یوه ورځنیو لوبو لړۍ هم وګټله.

د نننۍ لوبې پچه زمبابوې وګټله، خو لوبغاړي یې و نه توانیدل تر ډېره میدان کې پاتې شي او خپلو افغان سیالانو ته لوی هدف وټاکي.

زمبابوې لوبغاړي یو په بله پسې وسوځېدل او ټوله لوبډله یې په ۳۸ اورونو کې د ټولټال ۱۳۴ ټولټال منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.

د بېټینګ برخه کې هم د افغان اوپنرانو لوبه خورا په زړه پورې وه او شهزاد محمدي چې له اوږدې مودې بندیز وروسته د کرېکټ ډګر ته ستون شوی وتوانېد له ملګري لوبغاړي احسان الله جنت سره په شریکه له هېڅ زیان پرته هدف تر لاسه کړي او لوبه وګټي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

شهزاد محمدي ۷۵ منډې جوړې کړې

جنت دغه لوبه کې ۵۱ منډې درلودې او شهزاد د ۷۵ منډو له جوړولو سره دویم ریکارډ جوړ کړ.

شهزاد محمد له خپل هېوادوال لوبغاړي محمد نبي وروسته دویم افغان لوبغاړی شو، چې نړیوالو سیالیو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړوي. مجیب ځدراڼ به د ۴۰ میلیونو هندي روپیو بدل کې د سږ کال لپاره د هند ای پي ایل سیالیو برخه وي.

دغه سیالۍ د متحدو عربي اماراتو شارجه کې وشوې.