کرېکټ: افغانستان وروستۍ لوبه هم له زېمبابوې وګټله

د انځور حقوق ACB
Image caption د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې

افغانستان له زېمبابوې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ ۴-۱ وګټله. دغه لوبې چې په شارجه کې روانې وې افغان لوبغاړي په کې په توپ اچونه او توپوهنه دواړو کې ښه وځلېدل.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې، د زېمبابوې ټول لوبغاړي بيا يوزاې د ۹۵ منډو په جوړولو سره وسوځېدل.

د افغانستان لپاره جاويد احمدي تر ټولو ډېرې ۷۶ منډې وکړې، پر ده سربېره رحمت شاه ۵۹ او راشد خان د ۴۳ منډو په جوړولو وتوانېدل.

په توپ اچونه کې راشد درې، محمد نبي دوې، شرف الدين اشرف دوې، مجيب ځدراڼ او شاپور ځدراڼ يوه يوه وېکټه واخيسته.

راشد خان له زېمبابوې سره د يو ورځنيو لوبو د لړۍ غوره لوبغاړی او شرف الدين اشرف د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول.

د زېمبابوې لپاره کرېګ ارواين ۳۴، برېنډن ټېلر ۲۷ او ټرېسای مسکنډا ۱۱ منډې جوړې کړې.

نوي ريکارډونه

په دغو سياليو کې افغان لوبغاړو درې ريکارډونه جوړل کړل. مجيب ځدراڼ د نړۍ تر ټولو کم عمره لوبغاړي ریکارډ په خپل نامه کړ، چې په یوه ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې تر لاسه کوي.

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زېمبابوې د شل اوريزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

له دې مخکې دغه ریکارډ د پاکستاني لوبغاړي وقار یونس په نامه و، خو د وقار یونس عمر د هغه ریکارډ جوړولو پر مهال ۱۸ کاله و او د ځدراڼ عمر ۱۶ کاله دی.

محمد نبي او شهزاد محمدي هم وتوانېدل چې په دې يو ورځنیو سيالیو کې ۲۰۰۰ منډې بشپړې کړي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زېمبابوې د شل اوريزو لوبو لړۍ هم ګټلې وه.

د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام لپاره د غوراوي سياليو کې به افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د مارچ په څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره کوي او دوه ورځې وروسته به له زېمبابوې سره مخامخېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب