راشد خان د ۲۰ اوریزو لوبو غوره توپ اچوونکی هم شو

  • ولي ناصر
  • بي بي سي
راشد خان او محمد نبي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

پر راشد ارامان سربېره د افغان ملي لوبډلې بل الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی هم د کرېکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په ډلبندۍ کې د ۲۹۲ امتیازونو په لرلو سره د درېیم غوره الراونډر کرېکټ لوبغاړي ځای نیولی دی.

د یو ورځنیو لوبو غوره افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د نوې ډلبندۍ له مخې په ۲۰ اوریزو لوبو کې هم د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی. د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپله پاڼه د غوره شل اوریزو توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې د ۷۵۹ امتیازونو په لرلو سره راشد خان ارمان ته لومړی ځای ور کړی.

په دغه نوملړ کې د نیوزیلنډ توپ اچوونکی ايش سودهي د ۷۰۰ امتیازونو په لرلو سره دویم، د ویسټ انډیز سمویل بدري د ۶۹۱ امتیازونو په لرلو سره درېیم او د پاکستان عماد وسیم د ۶۷۷ امتیازونو په لرلو سره څلورم ځای خپل کړی دی.

راشد خان ارمان تر دې وړاندې هم په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د هند له چټک توپ اچوونکي جسپریت بومبرا سره یو ځای د جدول د سر ځای خپل کړی و.

د عکس سرچینه، ICC

د عکس تشریح،

په دغه نوملړ کې د نیوزیلنډ توپ اچوونکی ايش سودهي د ۷۰۰ امتیازونو په لرلو سره دویم، د ویسټ انډیز سمویل بدري د ۶۹۱ امتیازونو په لرلو سره درېیم او د پاکستان عماد وسیم د ۶۷۷ امتیازونو په لرلو سره څلورم ځای خپل کړی.

راشد ارمان د لږ څه باندې ۱۹ کاله عمر په لرلو سره د کرېکټ د تاریخ لومړی ځوان لوبغاړی دی د یو ورځنیو لوبو د غوره توپ اچوونکو په ډله کې د سر ځای نیسي.

پر راشد ارامان سربېره د افغان ملي لوبډلې بل الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی هم د کرېکټ د نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو په ډلبندۍ کې د ۲۹۲ امتیازونو په لرلو سره د درېیم غوره الراونډر کرېکټ لوبغاړي ځای نیولی دی.

د الراونډرۍ په نوملړ کې لومړی مقام د ۳۸۹ امتیازونو په لرلو سره استرالیایي ګلین مکسوېل او دویم ځای د ۳۲۶ امتیازونو په تر لاسه کولو بنګله ديشي لوبغاړي شکېب الحسن خپل کړی دی.

د افغانستان د پیل توپ وهونکي محمد شهزاد محمدي بیا د شل اوریزو لوبو د غوره توپ وهونکو په ډله کې د ۶۵۳ امتیازونو په لرلو سره لسم ځای خپل کړی دی.