کرېکټ: افغان لوبډله له ستانکزي پرته سیالیو کې

افغان ملي لوبډله به د مارچ پر څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره داسې حال کې لوبه کوي، چې د لوبډلې مشري به د اصغر ستانکزي پر ځای مرستیال لوبډلمشر راشد خان کوي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ملي لوبډله به د مارچ پر څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره داسې حال کې لوبه کوي، چې د لوبډلې مشري به د اصغر ستانکزي پر ځای مرستیال لوبډلمشر راشد خان کوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې کپتان یا لوبډلمشر اصغر ستانکزي د ورپېښې (اپنډیکس) ناروغۍ له کبله د زمبابوې هرارې ښار یوه روغتون کې جراحۍ عملیات شوی دی.

د افغان کرېکټ بورډ له لوري پر فېسبوکپاڼه یوه خپره شوې ویډیويي کلیپ کې اصغر له عملیاتو وروسته وايي، اوس یې روغتيا ښه ده.

افغان ملي لوبډله به د مارچ پر څلورمه نېټه له سکاټلنډ سره داسې حال کې لوبه کوي، چې د لوبډلې مشري به د اصغر ستانکزي پر ځای مرستیال لوبډلمشر راشد خان کوي.

راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا د شمېرو له مخې دا وروستیو کې د یوه ورځنیو لوبو تر څنګ ۲۰ اوریزو کې هم د توپ اچوونکو کتار کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د غوراوي په سیالیو کې به د مارچ له څلورمې نېټې تر ۲۵ پورې ټول ټال ۳۴ لوبې کېږي، هره لوبډله به د خپل ګروپ هرې لوبډلې سره یوه لوبه کوي.

کرېکټ: د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام غوراوي پړاو سياليو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ

ستانکزی: اصغر او شهزاد زموږ لپاره يوه "ستونزه" ده

د هر ګروپ درې د سر لوبډلې به دویم پړاو ته لار مومي. هلته به د مقابل ګروپ له دريو لوبډلو سره بخت ازمويي.

هره لوبډله په لومړي پړاو کې د سیالو لوبډلو په وړاندې د بري پواینټونه هم دویم پړاو ته له ځان سره وړي.

کرېکټ بورډ چارواکي د روغتیا پالانو له قوله وايي، اصغر ستانکزی به شاوخوا ۱۰ ورځو کې وکولای شي چې د لوبې ډګر ته ووځي.

افغانستان به د نړیوال جام د غوراوي پړاو پیلېدونکو لوبو دغو سیالیو کې د زمبابوې، نېپال، هانګ کانګ او سکاټلنډ سره بي ګروپ کې د مارچ پر څلورمه، شپږمه اتمه او لسمه مخامخ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اصغر ستانکزی وايي، اوس یې روغتیا ښه ده

افغانستان دا مهال یوه ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۰ ځای لری او هیله من دی چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې به ځای ومومي، چې انګلستان کې به د ۲۰۱۹ کال مې او جولای میاشتو تر منځ کېږي.

اړونده مطالب